د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۵

پاکستان دغه هېواد ته د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت د سرپرست مرستیالې سفر ځنډولی


الېس وېلز "Alice Wells"
الېس وېلز "Alice Wells"

پاکستان ته د یوې لوړپوړې امریکايي چارواکې سفر چې تمه وه نن دوشنبه شوی وی، د پاکستان په غوښتنه ځنډول شوی دی.

الېس وېلز "Alice Wells" چې د جنوبي او منځنۍ اسیا لپاره د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مرستیاله ده او هم اوس وخت د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړی استازیتوب ورله غاړې دی اسلام‌اباد ته‌یې د سفر نیت کړی و.

دا د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د ولسمشر ډونالد ټرمپ له‎خوا د ستراتېژۍ تر اعلان وروسته پاکستان ته د امریکا د یوه لوړپوړي پلاوي لومړنی سفر و چې اوس ځنډېدلی دی.

په اسلام‎اباد کې د امریکا سفارت ویاند د روېټرز خبري اژانس ته ویلي:

"د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د مرستیالې سفر تر هغې ځنډېدلی چې دواړه لوري یو بل مناسب وخت ورته وټاکي."

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم په یوې اعلامیه کې ورته څرګندونې کړې دي.

هېڅ لوري د دې سفر د ځنډېدلو علت نه‎دی په ډاګه کړی، خو د ولسمشر ډونالد ټرمپ د تېرې اوونۍ تر وینا وروسته په پاکستان کې امریکایي چارواکو ته خبرداری ورکړل شوی چې په ځان دې پام وساتي.

د امریکا متحده ایالاتو جمهور رئیس د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د امریکا د نوې ستراتېژۍ د اعلان پر مهال پاکستان تورن کړ چې ترورېستي سازمانونو او هغو ډلو ته‌یې پناه ورکړې چې افغانستان ناامنه کوي او د افغان حکومت پر ضد جنګېږي.

د ولسمشر ټرمپ تر دې وینا وروسته پاکستاني چارواکو وویل چې د امریکا متحده ایالات باید پاکستان په ناحقه ملامت نه‎کړي او په خبره‌یې په افغانستان کې د خپل هېواد د پوځ د ناکامۍ پړه دې پر پاکستان نه‌اچوي.

په کراچۍ کې بیا یو شمېر خلکو د امریکا پر ضد مظاهرې هم کړي چې د پولیسو له‎خوا یې مخه نیول شوې ده.

د دې مظاهرو تنظیموونکي عقیل موسي روېټرز ته وویل:

"موږ غوښتل د امریکا قونسلګرۍ پر لور ولاړ شو او امریکا ته دا پیغام ورکړو چې پاکستان بېداره ملت دی. موږ له امریکا سره په ملګري کېدو کې تېروتنه وکړه او زموږ رهبران هم د امریکا په ملګرتیا باندې د یوې غټې تېروتنې مرتکب شول."

مظاهره‌چیانو د امریکا د متحده ایالاتو د ولسمشر ډونالد ټرمپ عکسونه چې پرې چلیپا کښل شوې وه له ځانه سره لېږدول او د امریکا پر ضد یې شعارونه ورکول.

پولیسو د امریکا د قونسلګرۍ شااوخوا درې کېلو متره لیرې د دې مظاهره‌چیانو مخه ونیوله.

د پاکستان جماعت‌الدعوه ډلې هم چې واشنګټن او نوې ډېلي یې د ممبۍ د ۲۰۰۸ میلادي کال ترورېستي حملو مسؤل بولي، د جمعې په ورځ پراخې مظاهرې پلان کړې وې، خو زیاتو کسانو په‎کې برخه نه‌درلوده.

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دلیل راوړي چې پاکستان له ډېرو کلونو راهیسې د امریکا میلیاردونه ډالره اخیستي، خو د ترهګرۍ په وړاندې په مبارزه کې یې دوکه کړې ده.

راپور: صفي‌الله ستانکزی

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG