د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۴

هېواد: غني وايي پاکستان سره د دولت په کچه سوله غواړو


کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د پاکستان– افغانستان د سولې په اړه یو شمېر مطالب چاپ کړي دي.

هېواد دولتي ورځپاڼې په خپله سر مقاله کې لیکلي، ولسمشر محمد اشرف غني د لوی اختر په لومړۍ ورځ له لمانځه وروسته په ارګ کې خبري غونډې ته وویل چې پاکستان سره د دولت په کچه سوله غواړو.

په سرمقاله کې راغلي، پاکستان د افغان حکومت پر ضد له وسله والو مخالفینو او ترهګرو ملاتړ کوي او دغه هېواد، سیمه او نړۍ یې نا امنه کړې ده.

سر مقاله لیکونکی لیکي، له همدې امله د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره نوې ستراتېژۍ پاکستاني واکمنو او د هغوی د ګټو لپاره جنګېدونکو ډلو ته دا پیغام ورکړ چې امریکا له افغانستان سره د اوږدمهالي لپاره خپلې ملګرتیا ته دوام ورکوي.

د سرمقاله لیکونکي په خبره دې مسئلې د سولې پر هڅو اغیز کړی او کندهار او کابل ته د پخواني طالب مشر ملا محمد عمر اخوند د کورنۍ په ګډون د طالب واکمنۍ ګڼ شمېر مشران راغلي او دوی دغه طالب چارواکو ویلي چې د افغانستان پر ضد د پاکستان له جګړې سخت په تنګ شوي دي.

هېواد د دغو طالب چارواکو په حواله دا هم لیکلي چې په افغانستان کې پنجابیانو جګړه توده ساتلې ده.

ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې بیا په دې اړه په خپل یو مطلب کې لیکلي، پاکستان، افغانستان سره د سولې خبروته چمتوالی ښودلی دی.

په مطلب کې وړاندې راغلي، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه محمد اصف ویلي، هېواد یې غواړي په افغانستان کې د سولې او امن شاهد اووسي.

په مطلب کې راغلي چې د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر په وینا کې راغلي، مخکې تر دې په دې برخه کې افغان حکومت سره د سولې د خبره لپاره، دوه اړخیزه، درې اړخیزه، څلور اړخیزه او څو اړخیزه میکانیزمونه موجود وو.

د مطلب لیکوالی لیکي، دا خبرې پاکستان سره د سولې په اړه د افغان ولسمشر تر څرګندونو یوه ورځ ورسته شوې دي.

په مطلب کې دا هم راغلي چې امریکا په خپلې نوې ستراتېژۍ کې پاکستان ته خبردارۍ ورکړی چې ترهګرو ته پناه ورنه کړي.

خو د مطلب د لیکونکي په وینا، اسلام اباد یې په غبرګون ویلي چې دوی خپله د ترهګرۍ ښکار دي او ادعا یې کړې چې د دښمنان یې د افغانستان په خاوره کې پټنځایونه لري.

XS
SM
MD
LG