د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۲

پوپل: پر پاکستان د بنديزونو شدت، د تروريستانو د ځالو د بندولو سبب کېږي


زکريا پوپل
زکريا پوپل

د افغانستان دفاع وزارت د امریکا د هغه اقدام هرکلی وکړ چې پر پاکستان یې خپلې پوځي مرستې مشروطې کړې.

د دغه وزارت ویاند وايي د ټروريزم پرضد مبارزه به هغه وخت بريالۍ شي چې پر پاکستان فشارونه لا ډېر شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت چارواکو ويلي ترڅو چې امریکا د اسلام اباد لخوا په پاکستان کې د افغان طالبانو او حقاني شبکې د پټنځایونو خلاف اقدامات په خپلو سترګو نه وي لیدلي، د ۲۲۵ میلیونو ډالرو دغه مرسته پاکستان ته نه ورکول کېږي.

خو پاکستان په خپله خاوره کې افغان مخالفینو ته پناه ورکول نه مني او وايي چې امریکا د افغانستان په شپاړس کلنه جګړه کې د خپلو ناکامیو پر پر پاکستان اچوي.

دغه راز د امریکا حکومت د دغه هېواد کانګرېس ته خبر ورکړی چې پاکستان ته د ۱،۱ میلیارډ ډالرو پوځې مرستې قسطونه تر نامعلومې نېټې پورې وځنډوي.

صالح محمد صالح په هالنډ کې له مېشت ليکوال او سياسي تحليلګر زکريا پوپل څخه پوښتنه کړې: د پوځي مرستو د ځنډولو دا خبردارى پاکستان ته څومره جدي دى؟

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:04:12 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG