د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۷

سمال وار ژورنال: د کابل د سولې لار، له کشمیره تېرېږي


د افغانستان په اړه نړیوالو ورځپاڼو ته کتنه:

سمال وار:

"د کابل د سولې لار له کشمیره تېرېږي" سمال وار ژورنال خپرونه تر دې سرلیک لاندې په یوه مطلب کې، د افغانستان لپاره د ولسمشر ټرمپ د نوې اعلان شوې ستراتیژۍ یوه برخه داسې تشریح کوي، که پاکستان په افغانستان کې د امریکا د جګړې په دوام کې مهم رول نه وي لوبولای، یو بد لوبغاړی و او دی، که پاکستان همکاري کړې وای، د افغانستان جګړه به اوس ختمه وه او امریکایي ځواکونه به هم په خپلو کورنو کې وو.

د سمال وار ژورنال په لیکنه دا یو واقعیت دی چې د پاکستان د ستراتیژیکو هڅو د مخنیوي لپاره د امریکا پرله پسې ولسمشران او څېړل شوې ستراتیژۍ ناکام شوي او له کندې د افغانستان د ایستلو لپاره یوې بلې تګلارې ته اړتیا ده.

خپرونه وړاندې لیکي، د پاکستان د منزوي کولو یا دې هېواد ته د سزا ورکولو ستونزه هاغسې چې ولسمشر ټرمپ یې خبره کړې، دا ده چې هغه به نه یوازې دا چې د افغانستان د لانجې د هواري لپاره ګټوره نه وي، بلکې موږ به له یوې بلې جدي ستونزې سره مخامخ کړي چې هغه د څه باندې دوه سوه ميلیونه نفوس او اټمي وسلو لرونکي هېواد پاکستان بې ثباته کول دي، هغه هېواد چې د ګولدمن ساش مالي شرکت په وینا، کېدای شي، په روانه پېړۍ کې په یوه مهم اقتصادي بازار بدل شي.

د سمال وار ژورنال په لیکنه، یو شمېر کتونکي په دې موافق دي چې دغه کار به وضعیت لاخراب کړي.

اوس پوښتنه دا ده چې کوم اغېزمن اقدامات کولای شي چې پاکستان دې ته اړ کړي چې د افغانستان په اړه په خپلې ستراتیژۍ غور وکړي؟

د خپرونې په لیکنه، بالاخره امریکایي پالیسۍ جوړوونکي دې صادقانه اعتراف وکړي چې د دې پوښتنې واضح ځواب د کشمیر په لانجه کې مستقیمه مداخله کول دي چې د پاکستان او هند تر منځ له لسیزو روانه ده او وړاندې په دې تاکید کوي چې د کشمیر د غوټې خلاصول یوازنۍ لار ده چې پاکستان د افغانستان په وړاندې خپل سلوک بدل کړي.

خپرونه دغه راز لیکي چې امریکایي پالیسي جوړوونکي باید د کشمیر د لانجې د هواري په ګډون اساسي غور وکړي، یا هم خپلې پالیسۍ د دې واقعیت له منلو سره وتړي چې ترهغو د هغو ګټو مخه نه شي ډب کولای چې پاکستان او د سیمې نور قدرتونه یې د افغانستان په مسئله کې تعقیبوي.

واشنګټن پوست:

واشنګټن پوست ورځپاڼې هم په کابل کې د پاکو اوبو پرستونزې یوه لیکنه خپره کړې او لیکي، د کابل په نسبتاً بډایه سیمو کې شین رنګه موټر په پلاسټیکي بوتلونو کې اوبه سفارتونو، دفترونو او شخصي کورونو ته چې دنګ دیوالونه لري، رسوي، په هغو موټرو کې چې پرې لیکل شوي، اوبه ژوند دی.

خو د واشنګټن پوست په لیکنه، د دې ښار چې نفوس یې له پنځو میلیونو اوړي، اکثرو سیمو کې پاکو اوبو ته لاسرسۍ محدود دی، د څاه کیندلو په برخه کې د مناسبو او فني سیسټمونو نشتوالي، خلک هم دې ته اړ کړي په خپله په غیرفني ډول څاګانې وکیندي چې په اکثرو کې یې پاکې اوبه له چټلو او ناپاکو سره یو ځای کېږي.

XS
SM
MD
LG