د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۲

د پاکستان د نوې کابینې وزیرانو د خپلو دندو لوړه وکړه


د پاکستان نوې کابینې پاکستان ته د خدمت کولو په هوډ لوړه وکړه.

د لوړې مراسم د ولسمشر ممنون حسین په دفتر کې د خپله ولسمشر له خوا ترسره شول.

"زه [هر وزیر خپل نوم اخلي] د زړه له تله قسم کوم چې په پاک نیت به د پاکستان ملاتړ او وفادار پاتې شم."

د نوې کابینې اکثر غړي د پخواني لېرې کړای شوي صدراعظم نوازشریف ملګري دي.

خواجه اصف چې د نوازشریف په کابینه کې د دفاع وزیر و دا ځل د بهرنیو چار وزیر ټاکل شوی دی.

د دفاع وزارت لپاره خرم دستګیر نومول شوی دی.

د کورنیو چارو وزیر حسن اقبال ټاکل شوی دی خو د کورنیو چارو پخواني وزیر چوهدري نثارعلي خان ته هیڅ دنده نه‎ده ورکړل شوې.

مؤقت صدراعظم شاهد خاقان عباسي ویلي چې د نوې کابینې په اړه یې له نوازشریف سره سلا مشوره کړې ده.

د سې شنبې په ورځ چې کله شاهدخاقان عباسي د مرکزي پارلمان له لوري د مؤقت صدراعظم په توګه انتخاب شو هغه وویل چې په سیاسي او اقتصادي برخو کې د نوازشریف پالیسۍ مخته وړي.

عباسي داسې کسان کابینې ته معرفي کړي چې په سیاسي چارو کې د پوځیانو د مداخلې سرسخته مخالفین دي او دا کار په خپله دا ښيي چې نوی موقت صدراعظم تر پوځي برخې په ملکي برخه کې د قدرت په پاتې کېدو زیات ټینګار لري.

که څه هم په لومړي سر کې ویل شوي چې شاهد خاقان به د دوه میاشتو لپاره دا څوکۍ مخته وړي او بیا به تر فرعي انتخاباتو وروسته نوی صدراعظم ټاکل کېږي خو تحلیلونه داسې دي چې کیدای شي د نوازشریف دا وفاداره ملګری تر ډېره صدارعظم پاتې شي.

ویل کېده چې د نوازشریف بل ورور شهبازشریف به له پنجابه راځي او په پارلماني انتخاباتو کې به برخه اخلي خو اندېښنې دا دي چې که د پنجاب اعلی وزیر شهبازشریف له هغه ځایه راشي او په پارلمان کې هم بریالی نه شي نو د شریف د قدرت بنسټ به چې پنجاب دی له لاسه ووځي.

نوازشریف د جولای په ۲۸مه وروسته له هغه استعفی ورکړه چې د سترې محکمې له‎خوا په اداري فساد تورن وبلل شو او د ده په شمول د کورنۍ د ځینو غړیو لپاره یې جرمي دوسیه هم پرانېستل شوه.

صفي الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG