د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۱

مستغني: پاکستان دې په درواغجنو ادعاوو خپله ملامتي پر افغانستان نه‌اچوي


افغان حکومت وايي، پاکستان د دې پر ځای چې نور تورن کړي باید پر خپله خاوره د ترورېستي ډلو پر ضد رښتینې او جدي مبارزه وکړي.

د بهرنیو چارو د وزارت ویاند شکیب مستغني وايي، نه‌یوازې افغانستان بلکې د امریکا او د پاکستان د متحد چین په ګډون سیمه‌ییز او نړیوال قوتونه ټینګار کوي چې ترورېستي ډلې په پاکستان کې خوندي پناه ځایونه لري.

ښاغلي مستغني تېره شپه ازادي راډیو ته وویل، پاکستان تل پر بې‌اساسو ادعاوو سره خپله ملامتي پر نورو اچولې ده.

د بهرنیو چارو د وزارت ویاند شکیب مستغني
د بهرنیو چارو د وزارت ویاند شکیب مستغني

دی وايي:

"ښه به دا وي چې پاکستان په بې‌اساسو او درواغجنو ادعاوو سره خپله ملامتي پر افغانستان نه‌اچوي، د ترورېستي ډلو پر ضد دې رښتینې، جدي او عملي مبارزه وکړي او په خپل قلمرو کې دې د دې ډلو د پناه ځایونو پر ضد ګام واخلي."

افغان چارواکو دا څرګندونې د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت د پرونیو ادعاوو په عکس‌العمل کې وکړې چې ویلي دي، ترورېستي ډلې په افغانستان کې دي او له دغه هېواد څخه سیمې ته ګواښ جوړوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند نفیس زکریا ویلي، اسلام‎اباد د افغانستان پر خاوره د داعش، د ختیځ ترکستان نهضت او د ازبکستان د اسلامي نهضت په شان ډلو له فعالیته اندېښنه لري.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ستراتېژیکو مطالعاتو د مرکز رئیس فرامرز تمنا ازادي راډیو ته وویل، دا سمه ده چې ځینې وسله‎والې ډلې په افغانستان کې فعاله دي، خو د ښاغلي تمنا په خبره د دې ډلو تمویل، روزنه او تجهیر له پاکستانه کېږي.

د بهرنیو چارو وزارت د ستراتېژیکو مطالعاتو د مرکز رئیس فرامرز تمنا
د بهرنیو چارو وزارت د ستراتېژیکو مطالعاتو د مرکز رئیس فرامرز تمنا

ښاغلي تمنا زیاته کړه:

"هو په افغانستان کې فعالیت کوي، خو چېرته چې روزل کېږي او وسلې ورکول کېږي، د هغو مشخصو او کره شواهدو له مخې چې له افغانستان، متحدانو او ان د پاکستان له متحد چین سره شته، هغه پاکستان دی. د دې شواهدو له مخې پاکستان په سیمه کې له ترورېزمه د ملاتړ محوري رول ترسره کوي."

پاکستان په داسې وخت کې پر خپله خاوره د ترورېستي ډلو شتون ردوي چې د برېکس یا پنځو مخ په اقتصادي ترقي هېوادونو وروستۍ سرمشریزې په دې هېواد کې مېشتې وسله‎‎والې ډلې د ټولې سیمې لپاره یو جدي ګواښ بللی دی.

د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د امریکا د نوې ستراتېژۍ تر اعلان وروسته چې پاکستان په‌کې ترورېستي ډلو ته په پناه ورکولو تورن شوی دی، د واشنګټن او اسلام‌اباد ترمنځ اړیکې کړکېچنې شوې دي.

XS
SM
MD
LG