د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۶

چین او هند د دوه اړخیز باور پر رامنځته کولو موافقه وکړه


د چین ولسمشر او د هند صدراعظم موافقه وکړه چې دواړه هېوادونه به د دوه اړخیز اعتماد د رامنځته کېدو لپاره هلې ځلې زیاتې کړي.

چین د هند له سیال پاکستان سره ښې اړیکې لري او د هند او چین ترمنځ د خاورې پر سر لانجه هم شته.

د هند د بهرنیو چارو وزیر اس جي شنکر خبریالانو ته وویل، د چین د ولسمشر شي جین پېنګ او د هند د صدراعظم نرېندرا مودي یو ساعته غونډه د دواړو هېوادونو د ښې راتلونکې لپاره ګټوره وه.

جي شنکر زیاته کړه چې له دې لیدنې کتنې ښکاره شوه چې د دواړو هېوادونو مشران غواړي چې د پیکنګ او نوې ډېلي اړیکې ښې وي او داسې روابط د ټولو په ګټه دي.

تېره اوونۍ هند خپل پوځیان د همالیا غرونو له دوکلام پلاتیو له لوړو په شا کړل، هلته د چین پوځیانو د یوه سړک د جوړېدو چارې پیل کړې دي.

په دې سیمه کې نېږدې دوه نیمې میاشتې د دواړو خواوو ځواکونه د یوه بل په مقابل کې درېدلي وو.

د چین او هند ترمنځ له څو لسیزو راهیسې د تاوتریخوالي په ترڅ کې دغه وروستی مخالفت جدي ګڼل کېده.

د چین د دوکلام پلاتیو پر سیمه د بوتان مملکت د ملکیت ادعا لري.

د دغه واړه هېواد بهرنۍ دفاع هند په غاړې اخیستې ده.

د هند د بهرنیو چارو وزیر وویل، د نړۍ د سترو هېوادونو ترمنځ اختلافات طبیعي وي، خو دا مهمه ده چې دا ستونزې پر دوه اړخیز درناوي او د ګډو ګټو پر بنسټ هوارې شي.

د هند او چین مشرانو د دوشنبې په ماښام موافقه وکړه چې د دواړو هېوادونو پوځي او امنیتي چارواکي نېږدې اړیکې سره ولري تر څو پرې نه‌ږدي چې وضعیت کړکېچن شي.

د اس جي شنکر په وینا دواړو مشرانو ټینګار وکړ چې په سرحدونو کې ثبات د ښو اړیکو د ودې پيلامه ده.

شي جین پېنګ او نرېندرا مودي د برېکس یا د نړۍ د پنځو پرمختلونکو اقتصادي قدرتونو د مشرانو د غونډې تر څنګ د چین په شیامن ښار کې غونډه وکړه.

د برېکس په ډله کې چین، هند، برازیل، جنوبي کوریا او روسیه غړي دي.

XS
SM
MD
LG