د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۳

په اسلام‌اباد کې پاکستاني ډیپلوماتان د څه لپاره راټول شوي؟


پاکستاني ډیپلوماتان نن سې شنبه د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه په اسلام‌اباد کې راغونډ شوي او د اسوشیټېډ پرس اژانس په باور، دوی به له وسله‌والو سره د جګړې پر نوې تګلارې غور وکړي.

دا غونډه څو اوونۍ وروسته تر دې جوړېږي چې د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره په خپله نوې ستراتېژۍ کې تور پورې کړ چې اسلام‌اباد هغو وسله‌والو ته پناه ورکړې ده چې په ګاونډي افغانستان کې د امریکایي ځواکونو پر ضد جنګېږي.

بل لور ته پاکستان نن سې شنبه د برېکس یا د نړۍ د پنځو پر مخ تلونکو اقتصادي قدرتونو هغه بیان وغانده چې په‌کې راغلي دي، په پاکستان کې مېشتو وسله‌والو ډلو د سیمې امنیت ته ګواښ پیدا کړی دی.

د پاکستان دفاع وزیر خرم دستګیر خان وویل چې هېڅ وسله‌واله ډله په پاکستان کې ازادانه فعالیت نه‌کوي.

د برېکس ډلې، هند، روسیې، چین، برازیل او جنوبي افریقا د دوشنبې په ورځ د خپلې غونډې په پای کې په پاکستان کې مېشتې جیش محمد او لشکر طیبه ډلې غندلې دي.

دا هغه دوه ډلې دي چې هند یې په خپله خاوره کې په ترورېستي فعالیتونو تورنوي.

چین مخکې د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د هند د پرېکړه‌لیک د دې مسودې مخالفت کړی و چې د جیش محمد مشر مسعود اظهر په تور لېست کې شامل شي، خو اوس ولې چین خپل دریځ بدل کړی دی؟

پاکستانی متقاعد جنرال طلعت مسعود وایي:

"پاکستان دې حالاتو ته په مثبت ډول وګوري، د داسې تنظیمونو موجودیت دلته زموږ په ګټه نه‌دی، د دوی به منفي اغېزې پریوزي، پاکستان ته په کار ده چې د دا ډول ټولو تنظیمونو پر ضد لاس په کار شي."

په چین کې د دوشنبې په ورځ د برېکس په غونډه کې د افغان امنیتي ځواکونو د هلو ځلو ملاتړ هم وشو او د حقاني ډلې نوم هم یاد شو چې مخه‌یې باید ونیول شي، همداراز د سیمې له هېوادونو د غونډې برخه‌والو وغوښتل چې د نړیوالو پر ضد د ترورېزم پر ضد مبارزه کې یو موټی شي.

واشنګتن له اسلام‌اباده غوښتي چې د حقاني شبکې پر ضد لاس په کار شي او تور یې پورې کړی چې د پاکستان په سرحدي سیمو کې یې مرکز جوړ کړی دی.

د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ تېره میاشت د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د خپلې ستراتېژۍ د اعلانونو پر مهال وویل چې واشنګټن ته له ترورېزم سره د پاکستان اوسنی چلند د منلو نه‌دی او دا دریځ باید ژر تر ژره بدل شي.

XS
SM
MD
LG