د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۲

ملي ارمان: طالبان به له منځه یوړل شي


کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د امریکا د نوې ستراتېژۍ تر اعلان وروسته د افغانستان د سولې او جګړې په اړه یو شمېر لیکنې چاپ کړې دي.

ملي ارمان:

ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې د خپلې نننۍ ګڼې په سرمقاله کې لیکلي، طالبان به له منځه یوړل شي.

ورځپاڼې د امریکايي رسینیو په حواله ویلي، ټاکل شوې چې په افغانستان کې د طالبانو د وسله والو مخالفینو د ځپلو په هدف، یو ځل بیا د «بي۵۲» الوتکو استفاده وشي.

په سرمقاله کې راغلي، له دغو الوتکو ۱۶ کاله مخکې هم د طالبانو د ځپلو په هدف، کار اخېستل شوی و چې بیا یې په ترڅ کې دغې ډلې کابل پرېښود او سرحدي سیمو ته یې پناه یوړه.

په سرمقاله کې د دغو الوتکو په اړه دا هم لیکل شوي چې په نوې ټکنالوژۍ سمبال دي او د طالبانو په ځپلو کې ګټورې تمامېدلی شي.

د سرمقاله لیکونکي په باور، پاکستان او طالبان دواړه د امریکا له نوې ستراتېژۍ په اندېښنه کې دي او که چېرې وسله وال مخالفین افغان دولت سره د سولې خبرو ته غاړه ورنه وړي، ښايي په افغانستان کې دننه او بهر د امریکايي ځواکونو له خوا د دوی په مرکزونو هوايي او ځمکني بریدونه وشي.

انیس:

انیس دولتي ورځپاڼې بیا خپله سرمقاله د افغانستان او پاکستان د سولې په اړه د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر خواجه اصف په څرګندونو پیل کړې ده.

انیس لیکي، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ویلي، پاکستان به د افغانستان د سولې په برخه کې خپل رول لوبولو ته دوام ورکړي.

سرمقاله لیکونکی لیکلي، پاکستان تل دا خبرې کړي، خو عملي اقدام یې نه دی لیدل شوی، خو د ده په خبره، اوس به وضیعت ته په کتو ولیدل شي چې دغه هېواد څومره په خپلو خبرو عمل کوي او دا هغه پوښتنه ده چې وخت به یې ځواب ووايي.

اصلاح:

اصلاح ورځپاڼې د افغانستان د سولې په اړه په خپله سرمقاله کې لیکلي، په دې برخه کې پخوانیو میکانیزمونو نتیجه نه ده ورکړې او پکار ده چې دا ځل شفاف میکانیزمونه رامنځته او لارې چارې هم تعریف شي.

د سرمقالې لیکونکي په باور، د سولې ابتکار او واک باید له افغانانو سره وي او پاکستان یوازې همکاري وکړي.

XS
SM
MD
LG