د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۷

افغان حکومت له ترورېزم سره مبارزه کې د برېکس د غړو د وروستي دریځ هرکلی کړی


د افغانستان حکومت د ترورېزم پر ضد د برېکس یا پرمختلونکو اقتصادي قدرتونو د ټولنې د وروستي دریځ هرکلی وکړ.

د برېکس په نوم د چین، برازیل، روسیې، هند او جنوبي افریقا د هېوادونو ټولنې پرون دوشنبه د خپلې دوه ورځنۍ غونډې په پای کې، په افغانستان کې د ترورېزم پر ضد په روانه جګړه کې د افغان امنیتي ځواکونو د هلو ځلو ملاتړ وکړ او د نړۍ له هېوادونو یې وغوښتل چې په سیمه کې د سخت دریځو او ترورېستانو پر ضد په مبارزه کې یو موټي شي.

د افغان ولسمشر د ویاند مرستیال دواخان مینه پال
د افغان ولسمشر د ویاند مرستیال دواخان مینه پال

د هرکلي ټکی د ولسمشر غني د ویاند مرستیال دوا خان مینه‌پال له ازادي راډیو سره په خپلو خبرو کې ځرګند کړ.

د برېکس غړو په داسې حال کې د ترورېزم پر ضد د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د مبارزې ملاتړ څرګند کړی چې د دې ټولنې دوو غړو روسیې او چین د ترورېزم پر ضد د مبارزې لپاره د امریکا د وروستۍ ستراتېژۍ په وړاندې ملاحظه کړې ده.

خو د برېکس مشرانو په خپله سرمشریزه کې د لومړي ځل لپاره پاکستان مېشتې سختدریځې ډلې د سیمې د امنیت لپاره ګواښ وبللې او دغه‌راز یې د دغو ډلو ملاتړ کوونکي مسؤل بللي دي.

د امریکا ولسمشر په زغرده ویلي چې باید پاکستان په خپله خاوره کې د طالبانو او نورو سختدریځو ډلو پناه ځایونه له‌منځه یوسي.

د برېکس غړو هېوادونو د سولې لپاره د هغو هڅو ملاتړ وکړ چې هېوادونه سره نښلوي.

د برېکس غړو د افغانستان د بیا رغونې د هڅو او د ترورېزم پر ضد د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د مبارزې ملاتړ کړی دی.

دوی په خپله اعلامیه کې په سیمه کې پر امنیتي وضعیت او د طالبانو، حقاني شبکې، القاعده، لشکر طیبه، جیش محمد، حزب‌التحریر، داعش او نورو سختدریځو ډلو له لوري پر تاوتریخوالي اندېښنه ښکاره کړې ده.

لشکر طیبه په پاکستان کې مېشته سختدریځه ډله ده چې په هند او افغانستان کې په ترورېستي حملو تورنه ده.

جېش محمد هم په پاکستان کې فعالیت کوي او هند یې د خپل هېواد پر پارلمان د ۲۰۰۱ میلادي کال پر حملې تورنوي.

هند له ډېرو کلونو راهیسې له پاکستان څخه د دغو دوو ډلو پر ضد د اقداماتو غوښتنه کوي.

XS
SM
MD
LG