د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۹

د پاکستان په وړاندې د «برېکس» د دریځ په اړه د ولسي جرګې د ځینو غړو غبرګون!


د افغانستان د ولسي جرګې يو شمېر غړي د برېکس ګډې اعلامیې ته په اشارې سره وايي، حکومت له دغې موقع څخه په استفادې باید د پالېسۍ جوړونې په برخه کې عملي اقدامات وکړي.

د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو کمېسیون يو شمېر غړي وايي، د برېکس اعلامیه د ترورېزم سره د مبارزې په برخه کې د نړۍ د سترو قدرتونو ترمنځ د نسبي هوکړې ښودنه کوي.

د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو د کمېسیون غړي عبدالقیوم سجادي د چهارشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې له دې موقع څخه د ګټې اخیستنې لپاره په کار ده چې د افغانستان حکومت د ترورېزم سره د مبارزې په برخه کې د پالېسۍ جوړونې لپاره جدي اقدامات وکړي.

نوموړي زیاته کړه:

"د ترورېزم سره د مبارزې په برخه کې چې کومه فضا د نړیوالې ټولنې او په ټوله کې په عمومي افکارو کې راغلې دغه فکر هغه وخت بریالی کېدای شي چې د افغانستان حکومت له دغه فرصت څخه د ګټې اخیستنې لپاره لازم ظرفیت رامنځته او د پالېسیو په جوړولو سره په دې تړاو عملي اقدامات وکړي."

دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې وړاندې د روسیې او چین په ګډون د برېکس هېوادونو د لومړي ځل لپاره هغه ډلې چې په پاکستان کې موجودې دي د ترورېستانو په توګه يادې کړې او د سیمې لپاره‌يې يو ګډ ګواښ وباله.

افغان حکومت هم له دې وړاندې د برېکس د غړو هېوادونو له دغه دريځه هرکلی کړی او ویلي یې دي چې د ترورېزم ګواښ د افغانستان له پولو بهر دی او باید په وړاندې يې په سیمه‌ییزه او نړیواله کچه مبارزه وشي.

د برېکس ډلې رهبران پرمختللي اقتصادي قدرتونه دي چې په‌کې برازیل، روسیه، هند، چین او جنوبي افریقا شامل دي او د ترورېزم پر وړاندې یې د افغان امنیتي ځواکونو ملاتړ کړی دی.

د برېکس غړي هېوادونه
د برېکس غړي هېوادونه

د برېکس ډلې د رهبرانو په اعلامیه کې د سیمې د امنیت لپاره طالبان، حقاني شبکه، القاعده، لشکر طیبه، جیش محمد، حزب‌التحریر، داعش او نورې تُندلارې ډلې ګواښ بلل شوي او په دې اړه‌يې اندېښنه څرګنده کړې ده.

د برېکس غړو هېوادونو په داسې حال کې په پاکستان کې مېشتې ترورېستي ډلې د سیمې لپاره ګواښ بولي چې له دې وړاندې د دغې ډلې دوو غړو هېوادونو چین او روسیې، د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د امریکا د ستراتېژۍ په اړه چې پاکستان ته په‌کې په دې هېواد کې د ترورېستانو د موجودیت له امله خبرداری ورکړل شوی و، ملاحظات درلودل.

په ورته وخت کې د نړیوالو اړیکو کارپوهان وايي چې روسیه او چین دواړه له ګډ ګواښ سره مخامخ دي، خو د دوی په باور د پاکستان په اړه د دغو دواړو هېوادونو موقف کې بدلون ډېر بنسټیز نه‌ښکاري.

د دغو کارپوهانو له ډلې نصرت‌الله حق‌پال ازادي راډيو ته وویل چې روسیه او په ځانګړې توګه چین له پاکستان سره پخوانۍ ملګرتیا لري نو د دوی ترمنځ ستراتېژیکي اړېکې به خوندي وي.

نوموړي زیاته کړه:

"دوی هېڅکله دا اجازه نه‌ورکوي چې هلته «په منځني ختیځ کې» ترهګرې ډلې لاره پیدا کړي چې وروسته د دوی ګټې وګواښي او چین همېشه په دغه ډول قضیو کې داسې دريځ خپل کړی چې له روسیې سره همغږی دی، خو چین او پاکستان ډېره نږدې ملګرتیا لري او په وروستیو کې د روسیې اړيکې هم له پاکستان سره نږدې شوي، دغه دريځ ډېر بنسټيز نه‌دی او بیا هم چین او پاکستان ستراتېژیکې اړیکې لري."

خو اسلام‌اباد په کراتو له ترورېزم څخه د ملاتړ ادعا رده کړې ده او د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې ترورېستي ډلې په افغانستان کې فعالیت لري.

خو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، سره له دې چې د افغانستان په ګډون نړیواله ټولنه، امریکا، چین او روسیه هم ټینګار کوي چې ترورېستي ډلې په پاکستان کې خوندي پټنځایونه لري، خو پاکستان هڅه کوي چې د تل په څېر په خپلو بې‌ځایه ادعاوو د ملامتۍ پېټی د بل پر اوږو ورواچوي.

راپور: واصل وصال

XS
SM
MD
LG