د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۱

د افغانستان امنیت په اړه د "برېکس" غړو هېوادونو ژوره اندېښنه


د نړۍ پنځو هغو هېوادونو چې اقتصاد یې په چټکۍ سره په وده کې دی، د افغانستان امنیت ته اندېښنه وښوده.

د هند، چین، روسیې، جنوبي افریقا او برازیل مشرانو د یکشنبې په ورځ د هند په ګوا ښار کې په ‎خپله سرمشریزه کې پر هغو لارو چارو هم خبرې وکړې چې په افغانستان کې ورسره امنیت ټینګېدلای شي.

د "برېکس" یا د نویو اقتصادي ځواکمنو هېوادونو ټولنې د خپلې غونډې په پای کې چې د هند په ګوا ښار کې وه، اعلامیه خپره کړه.

په دې اعلامیه کې راغلي دي چې دوی په افغانستان کې روانو امنیتي ګواښونو ته ژوره اندېښنه لري او د ملي روغې جوړې لپاره د افغانستان د حکومت هڅې ستایي.

په اعلامیه کې د افغانانو په مشرۍ د افغانستان د سولې او له ترورېزم او مخدره موادو څخه د افغانستان د ژغورلو پر هڅو ټینګار شوی دی.

د هند صدراعظم نرېندرا مودي د «برېکس» هېوادونو د غونډې په پای کې په خپله وینا کې پاکستان په مستقیم ډول یاد نه‎کړ خو ویې‌ویل چې د ترهګرو روزونکي او ساتونکي هم د ترورېستانو په څېر دي.

د هند صدراعظم نرېندرا مودي
د هند صدراعظم نرېندرا مودي

ښاغلي مودي زیاته کړه:

"موږ همداراز موافقه وکړه چې هغه کسان چې ترورېزم او دغسې سخت زړونو ځواکونو ته ډوډۍ ورکوي، ساتي یې او ملاتړ یې کوي، په هغه اندازه زموږ لپاره ګواښ جوړوي لکه خپله ترورېستان چې دي."

د هند صدراعظم تر دې یوه ورځ مخکې هم د پاکستان د نوم له یادولو پرته دغه هېواد د ترورېزم مور بللی و.

د «برېکس» غونډې برخه‌والو وویل، پیاوړي افغان ځواکونه او فعال امنیتي او دفاعي ځواکونه په دغه هېواد کې ثبات راوستلی شي.

د هند، چین، روسیې، برازیل او جنوبي افریقا مشرانو د افغانستان په اړه د ګواه په غونډه کې د سیمې د هېوادونو تر منځ د هغو سازمانونو د هڅو غوښتنه وکړه چې افغانستان‌یې هم غړی دی، لکه د شانګهای او اسیا زړه سازمان، همداراز یې د افغانستان د ستونزو د هواري لپاره د ډله‌ییز امنیتي سازمان د هڅو د پیاوړتیا غوښتنه وکړه.

XS
SM
MD
LG