د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۳

روسیې او هند په دفاعي برخو کې مهم تړونونه لاسلیک کړل


د روسیې او هند مشرانو په دفاعي برخو کې د همکاریو تړونونه لاسلیک کړل چې ارزښت‌یې میلیاردونو ډالرو ته رسېږي.

د دغو مرستو تړونونه د هند صدراعظم نرېندرا مودي او د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین له‌خوا پرون د هند په جنوبي ایالت «ګووا» کې لاسلیک شول.

د تړونونو له مخې به هند له روسیې نه « S-400 ټرایموف» میزایل سیسټمونه او څلور جنګي بېړۍ وپېري.

دواړو هېوادونو په دې هم موافقه کړې چې په هند کې به د «کاموف-226T» روسي هلیکوپټرو ګډ تولید کړي.

روسیه او هند به له دې وروسته د دفاعي سیسټمونو، هلیکوپټرو او جنګي بېړیو د تولید او ورکړې په برخه کې له یو بل سره مرسته وکړي.

د هند صدراعظم د دغو تړونونو د لاسلیک پر مهال له ترورېزم سره په مبارزه کې د روسیې له همکاریو مننه وکړه او ویې‌ویل چې روسیه او هند د ترورېستانو او د هغوی د ملاتړو په له‌منځه وړلو ټینګار لري.

مودي: روسیه او هند د ترورېستانو او د هغوی د ملاتړو په له‌منځه وړلو ټینګار لري.
مودي: روسیه او هند د ترورېستانو او د هغوی د ملاتړو په له‌منځه وړلو ټینګار لري.

هغه زیاته کړه:

"له اوسني حالته د درک او له سرحده هاخوا د ټولې سیمې ګواښوونکي ترورېزم پر ضد په مبارزه کې زموږ له هڅو د روسیې د ملاتړ ستاینه کوو، موږ دواړو د ترورېستانو او د هغوی د ملاتړو پر ضد په مبارزه کې د زغم د نه‌کارولو په اړتیا ټینګار وکړ، همداراز ما او ولسمشر پوتین د افغانستان د حالت او په لوېدیځه اسیا کې د ناوړه وضعیت په اړه د خپلو نظریاتو یو شان والی درک او برجسته کړ."

د هند صدراعظم نرېندرا مودي وویل چې روسیه او هند په سیمه په ځانګړې توګه افغانستان کې د روان حالت په اړه یو شان نظر لري او د ترورېزم او د هغوی د ملاتړو پر له‌منځه وړلو ټینګار کوي.

هند چې د شوروي له وخته د ورپاتې پوځي وسایلو په تجهیز او عصري کولو سل میلیارده ډالره لګوي داسې ښکاري چې په دې کار سره له سیال هېواد پاکستان او نوي سیمه‌ییز سیال چین څخه د خپلو سرحدونو د خوندیتوب په لټه کې دی.

د روسیې او هند مشرانو چې د نړۍ د پنځو نویو رامنځته شویو اقتصادي قدرتونو یا "برېکس" د غونډې په څنډه کې سره ولیدل همداراز یې په «تامیل نادو» کې د «کودانکولوم» اټمي انرژۍ د سټېشن د درېیم فاز پر جوړولو موافقه وکړه.

روسیه په هند کې د اټمي انرژۍ دولس سټېشنونه جوړوي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د پوځي وسایلو د تجهیز تر څنګ په هند کې د اوږدمهال په مخه د جنګي وسایطو او الوتکو د کارخانو له پرانیستلو ډاډ ورکړ.

پوتین: روسیه د تر ټولو پرمختللو پوځي وسایلو ګډ تولید هم پیلوي.
پوتین: روسیه د تر ټولو پرمختللو پوځي وسایلو ګډ تولید هم پیلوي.

هغه زیاته کړه:

"روسیه یوازې پوځي وسایل او مهمات نه‌برابروي بلکې د تر ټولو پرمختللو پوځي وسایلو ګډ تولید هم پیلوي، د بېلګې په توګه جنګي جېټ الوتکې، ټانکونه او د جنګي بېړۍ ضد میزایلونه به په دغو کارخانو کې تولیدېږي، موږ پلان لرو چې د هر ډول هلیکوپټرو او جنګي بېړیو یوه هندي تولیدي کارخانه ولرو."

د روسیې او هند مشرانو په داسې حال کې په پراخه کچه دفاعي تړونونه لاسلیک کړل چې روسیې له امریکا سره د هند د مخ پر زیاتېدونکو همکاریو او هند له پاکستان سره د روسیې د نېږدې اړیکو په باب اندېښنې درلودې.

د رپوټونو پر اساس د روسیې او هند د مشرانو تر منځ دې لیدنې دواړو ته دا فرصت ورکړ چې د دغو هېوادونو تر منځ په اړیکو کې ځینې خنډ رامنځته کوونکي مسایل هم وڅېړي.

راپور: صفي‌الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG