د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۱

د افغانستان دفاع وزارت: د«بي-۵۲» الوتکو حملې به ترهګر له‌منځه يوسي


د افغانستان دفاع وزارت وايي، د جګړې په ډګرونو کې د بم غورځوونکو الوتکو کارونه به ترهګر له‌منځه يوسي.

دفاع وزارت وايي، د جګړې په ډګرونو کې د «بي-۵۲» بم غورځوونکو الوتکو کارونه به ترورېستي ډلې دې ته اړې کړي چې له جګړې لاس واخلي.

د دغه وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش د سې شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې د افغان ځواکونو د ځمکنیو عملیاتو پر مهال له بم غورځوونکو الوتکو څخه کار اخیسنته ډېره مهمه ده او له دې وروسته به د ترورېستي ډلو په ځانګړي ډول د وسله‌والو طالبانو د ځپلو لپاره له هليکوپټرو هم ګټه واخیستل شي.

محمد رادمنش
محمد رادمنش

نوموړي زیاته کړه:

"بم غورځوونکې الوتکې د ترورېستانو د مرکزونو د له‌منځه وړلو لپاره ډېرې مهمې او اغېزمنې دي، موږ هڅه کوو چې زموږ فعالیتونه پراخ او په افغانستان کې سوله راشي، زموږ فعالیتونه به د دښمنانو د ځپلو په هدف زموږ د همکارانو سره په همغږۍ دوام وکړي."

یو امریکايي چارواکي واشنګټن پوسټ ورځپاڼې ته ویلي چې افغانستان ته د هوايي حملو لپاره «اف-۱۶»، «اې-۱۰» او ښايي «بي-۵۲» الوتکې واستول شي.

خو دغه امریکايي مقام د نوم نه‌ښودلو په شرط دا خبره واشنګټن پوسټ ته کړې ده.

ده دا هم ویلي چې دغه الوتکې به له قطر څخه د افغانستان د هوايي رادار له لارې د ترورېستانو پر لویو مرکزونو بریدونه وکړي.

د افغانستان د دفاع وزارت په خبره د هوايي حملو د زیاتوالي تر څنګ د مشکوکو کورونو او ځایونو پلټنه هم د افغان او بهرنیو ځواکونو په مأموریت کې شامله ده.

د افغانستان لپاره د امریکا په نوې ستراتېژۍ کې ترورېستانو ته دا ګواښ شوی چې په هېڅ ځای کې د دوی د ځواکونو له نظره په امان کې نه‌شي پاتې کېدای.

پنټاګون د نوې ستراتېژۍ تر اعلان مخکې ویلي و چې افغان امنیتي ځواکونو ته به د بلک هاک په نوم هليکوپټرې هم ورکړي چې دغه موضوع د افغان دولت له هرکلي سره مخ شوې وه.

خو له دې ټولو سره سره په افغانستان کې به د «بي-۵۲» الوتکو څخه کار اخیستنه د امریکايي ځواکونو لپاره نوې تجربه نه‌وي، ځکه دغه ځواکونو په ۲۰۰۱ میلادي کال کې د طالبانو د واکمنۍ د راپرځولو لپاره هم له همدغو بم غورځوونکو الوتکو څخه کار اخیستی و چې د يو شمېر افغان پوځي کارپوهانو په خبره ښې پایلې يې لرلې.

له دې ډلې د پوځي چارو کارپوه زلمی وردګ وايي، د دغو لویو جنګي الوتکو د کارونې پر مهال باید له ښې همغږۍ څخه کار واخیستل شي.

ښاغلی وردګ زیاتوي:

"هیله لرم چې د تېر په څېر ونه‌اوسي، په تېرو ۱۷ کلونو کې چې بهرنیو ځواکونو دلته حضور درلود دغو ځواکونو د ترورېستي ډلو اصلي مرکزونه په نښه نه‌کړل چې اوس په افغانستان کې د جنګ پراختیا ویني، که دوی غواړي چې د ترهګرۍ جرړې ختمې کړي نو د ترهګرو اصلي ریښې او مرکزونه دې چې د افغانستان په هر ځای کې وي په نښه کړي."

بلخوا د ولسي جرګې غړی صالح محمد صالح وايي، په دا شان عملیاتو کې باید هڅه وشي چې ملکیانو ته مرګ ژوبله وانه‌وړي، ځکه که چېرې په دې برخه کې تېروتنې وشي دغه عملیات به نه‌یوازې دا چې ښې پایلې ونه‌لري، برعکس د دولت او بهرنیو ځواکونو په وړاندې به د خلکو غبرګونونه راوپاروي چې دا چاره به بیا ډېره خطرناکه وي.

راپور: واصل وصال

XS
SM
MD
LG