د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۲

د پکتیا جاني خېلو ولسوالۍ سقوط په اړه ضد او نقیض راپورونه


د پکتیا د ولایتي شورا غړي تاییدوي چې د دغه ولایت د جاني خېلو ولسوالي تېره شپه ناوخته د وسله والو طالبانو لاس ته لوېدلې ده.

یاده شورا وايي چې دغه ولسوالي دا مهال د وسله والو طالبانو په لاس کې ده.

ددې ولایت د ولایتي شورا غړي تاج محمد منګل د شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې وسله والو طالبانو د جمعې په ورځ پر جاني خېلو ولسوالۍ پراخه حمله وکړه او تېره شپه یې دا ولسوالي ونیوله.

هغه زیاته کړه:

"د جاني خېلو ولسوالي د وسله والو طالبانو لاس ته لوېدلې، د سقوط پرمهال له۳۰ زیاتو امنیتي سرتېرو او له سلو زیاتو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښې ده."

ښاغلی منګل زیاتوي چې په ولسوالۍ کې موجود پوځي وسایط درنې اوسپکې وسلې هم د وسله والو طالبانو لاس ته ورغلې دي.

جاني خېل د پکتیا ولایت یو له هغو ولسوالیو څخه ده چې په دې وروستیو کې د وسله والو طالبانو فعالیتونه په کې زیات شوي او د تاج محمد منګل په خبره طالبانو له څو اوونیو راهیسې یې یاده ولسوالۍ محاصره کړې وه.

د پکتیا د جاني خېلو ولسوالي پر داسې مهال د وسله والو طالبانو لاس ته ورغلې چې له دې وړاندې په هلمند، تخار، کندز او بغلان ولایتونو کې یوشمېر ولسوالۍوسله والو طالبانو نیولې وې چې ځینې یې بېرته د افغان ځواکونو لاس ته ورغلې دي.

په عین حال کې د افغانستان دفاع وزارت وایي، د پکتيا په جاني خېلو ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو د تحرکاتو د مخنیوي لپاره عملیات پیل شوي دي.

د دغه وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش سره له دې چې د جاني خېلو ولسوالۍ د سقوط خبره نه تاییدوي، خو وایي، په دې وروستیو کې د وسله والو مخالفانو فعالیتونه هلته زیات شوي دي.

ردامنش: افغان سرتېري په جاني خېلو ولسوالۍ کې حضور لري.
ردامنش: افغان سرتېري په جاني خېلو ولسوالۍ کې حضور لري.

هغه زیاته کړه:

"افغان سرتېري په جاني خېلو ولسوالۍ کې حضور لري، عملیات روان دي، دا چې د جاني خیلو ولسوالۍ دې د وسله والو طالبانو لاس ته ورغلې وي، دا نه منو، خو ګواښونه شته، افغان ځواکونه هڅه کوي چې دغه ګواښونه له منځه یوسي."

طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې ولسوالي ېې په بشپړه توګه نيولې، لسګونو امنيتي ځواکونه ته ېې مرګ ژوبله اړولې او یوه اندازه وسلې او مهمات ېې هم تر لاسه کړي دي.

که څه هم د پکتیا سیمه ییز چارواکي د ولسوالۍ سقوط نه تاییدوي، خو وايي چې دتلفاتو د مخنیوی لپاره یې د دغې ولسوالۍ له ځینو سیمو څخه تکتیکي شاه ته تګ کړی.

د پکتیا د والي ویاند نقیب احمد اتل په دی اړه وایي:

اتل: له ډېرې مودې راهیسې دغه ولسوالۍ تر تهدید لاندې وه، نولازمه وګڼل شوه چې تکتیکي شا تګ وشي.
اتل: له ډېرې مودې راهیسې دغه ولسوالۍ تر تهدید لاندې وه، نولازمه وګڼل شوه چې تکتیکي شا تګ وشي.

"له ډېرې مودې راهیسې دغه ولسوالۍ تر تهدید لاندې وه، نولازمه وګڼل شوه چې تکتیکي شا تګ وشي، څو افغان ځواکونه ځانونه منسجم کړي، تازه دمي سرتېري سیمې ته ولاړ شي، که له دغو ځواکونو سره هوايي مرسته وشي، ډېر ژربه روانه جګړه مهار شي."

خو د پکتیا د ولایتي شورا یو شمېرغړي وایي، د امنیتي ارګانونو ترمنځ نه همغږي، په جاني خېلو کې د مېشتو امنیتي ځواکونو نه ملاتړ او هغوی ته د هوایي مرستو نه رسېدل د دې ولسوالۍ د سقوط عمده علتونه دي.

د دغې شورا غړی تاج محمد منګل وايي، دا مهال وسله وال طالبان د جاني خېلو په بېلا بېلو سیمو کې د سیمه ییزو پولیسو د کورنو په سوځولو بوخت دي او که دده په خبره دا ولسوالۍ ژر د افغان ځواکونو لخوا بېرته ونه نیول شي ناوړه عواقب به ولري.

راپور: رحمت الله افغان:

XS
SM
MD
LG