د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۳

سره میاشت او سور صلیب: که افغانستان سره مرستې ونه شي، کړکېچ یې نړۍ اغېزمنوي


ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري
ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

د ترکیې د سرې میاشتې عمومي رئیس او د سره صلیب او سرې میاشتې ټولنې نړیوال فدراسیون مرستیال کریم کونېک کابل ته د خپل درې ورځني سفر پرمهال پر نړیوالو غږ وکړ چې افغانستان سره دې خپلو بشري مرستو ته دوام ورکړي.

ښاغلی کونېک چې د ترکیې د بشري مرستو د نېکۍ رېل ګاډي برابرولو او رسېدو مخکې د افغاني سرې میاشتې او طالبانو د دولتي ادارو د چمتوالي د څارلو لپاره کابل ته راغلی.

نورستان کې د سره صلیب د کمېټې له لوري مرسته شوي توکي
نورستان کې د سره صلیب د کمېټې له لوري مرسته شوي توکي

نوموړي د شنبې په ورځ(د سلواغې۱۶مه) یې د یوې خبري ناستې پر مهال خبریالانو ته وویل: "که نړیواله ټولنه په دې اړه بېړه ونه وکړي نو دا ستونزې به نورو هېوادونو ته هم د کډوالۍ او یا نورو شکلونو په څېر سرایت وکړي."

ښاغلي کونېک پر نړیوالې ټولنې غږ وکړ چې ژر تر ژره دې له افغان بې وزلو، کونډو، یتیمانو او وزګارو خلکو سره بشري مرستې وکړي.

دغه ترکي چارواکي خبر ورکړ چې نږدې ورځو کې به د لس میلیونو ډالرو په لګښت د نېکۍ د رېل ګاډي په نوم بشري مرستې افغانستان ته ورسوي.

د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند بلال کریمي: د ټولو هغو هېوادونو د مرستو هرکلی کوو چې افغانانو سره یې کوي.
د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند بلال کریمي: د ټولو هغو هېوادونو د مرستو هرکلی کوو چې افغانانو سره یې کوي.

بل خوا دغه ترکي چارواکي افغانانو سره ژمنه وکړه چې له دې وروسته به هم په بېلابېلو برخو خپلو مرسته ته دوام ورکوي: "د ترکیې سره میاشت د غیر دولتي موسسې په توګه به افغانستان ته د بشري مرستو، زده کړو، روغتیايي خدماتو، د سرپناه برابرولو او د ژمي د سختیو د تېرولو لپاره خپلو مرستو ته دوام ورکوي."

طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي، خو دوه ورځې مخکې د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند بلال کریمي ازادي راډیو سره خبرو کې د ټولو هغو هېوادونو د مرستو هرکلی وکړ چې په دې وروستیو کې یې افغانانو ته رسوي.

دا ترکي چارواکی داسې مهال د مرستو اعلان کوي چې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته نړیوال بانک او امریکا د افغانستان زېرمې کنګل کړې چې له امله یې دغه هېواد له اقتصادي کړکېچ او لوږې سره مخ شو.

XS
SM
MD
LG