د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۸

طالبان: په کابل او نیمروز کې د بیزو تڼاکې ځینې مشکوکې پېښې موندل شوي


دوه تنه پرون د نیمروز د کوویډ ۱۹ په روغتون کې په دې خاطر بستري شول، چې د بیزو تڼاکې یا چیچک د ناروغي نښې په کې لیدل شوي.
دوه تنه پرون د نیمروز د کوویډ ۱۹ په روغتون کې په دې خاطر بستري شول، چې د بیزو تڼاکې یا چیچک د ناروغي نښې په کې لیدل شوي.

د طالبانو د روغتیا وزارت چارواکي وایي، چې په کابل او نیمروز کې د بیزو د تڼاکې یا مانکي پاکس د ویروس ځینې مشکوکې پېښې موندل شوې دي.

دوه تنه پرون د نیمروز د کوویډ ۱۹ په روغتون کې په دې خاطر بستري شول، چې د بیزو تڼاکې یا چیچک د ناروغي نښې په کې لیدل شوي.

د بیزو تڼاکه ویروسي ناروغي ده، چې پرې اخته کسان والګي ډول په څېر ستونزې پيدا کوي او ورو ورو یې په بدن تڼاکې او سور والی پيدا کېږي چې ورسره سوی او درد هم لري.

د نیمروز ولایت د کوویډ ۱۹ روغتون یوه مسوول ډاکتر حیدري ازادي راډیو ته په یوه پیغام کې تایید کړه، چې د بیزوتڼاکې یا مانکي پاکس د ناروغۍ دوه مشکوک ناروغان یې په روغتون کې بستري کړي.

حیدري وویل: "دغه دوه کسان له ایرانه ډيپورټ یا رد مرز شوي وو. له دې وروسته په سرحد کې روغتیاپالان د هغوی وضعیت وکوت او ورپام یې شو. د کویډ ۱۹ روغتون ته راوستل شوي. هو، دوه پېښې ثبت شوي دي."

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت وياند جاوېد هژیر پرون ازادي راډيو ته وويل، چې په کابل کې هم د بیزوتڼاکې یا چیچک د ناروغۍ مشکوکې پېښې ثبت شوي.

هغه وویل: "د دې مشکوکو پېښو د روښانه کېدو او د دې ناروغانو د احتیاطي تدابیرو په خاطر، دوی د طبي ټیمونو تر څارنې لاندې دي او په قرنطین کې دي."

دا ناروغي د مرکزي افریقا په هېوادونو کې ډېره لیدل شوې.

په نړۍ کې د مانکي پوکس ویروس شاوخوا ۲۰۰ پېښې تازه تایید شوي چې سل یې له افریقا بهر دي.

په بریتانیا کې ډېرې پېښې ثبت شوي.

امریکا کې هم شاوخوا لس کسان په دې ناروغۍ اخته دي.

په افغانستان کې د هغو ځينو کسانو په منځ کې چې له ایرانه راغلي د بیزو تڼاکې مشکوکې پېښې لیدل شوي.

ایران په تېرو ۹ میاشتو کې څه باندې اوه لکه افغانان ډيپورټ کړي.

روغتیايي چارواکي وايي، له ایران څخه د افغانانو د راستنېدو له امله ښايي په راتلونکو ورځو کې د دغې ناروغۍ د مشکوکو یا کره پېښو شمېر زیات شي.

د بیزو تڼاکې یا مانکي پاکس په ویروسي ناروغۍ اخته ناروغ باندې تڼاکې راخیژي.

تبه، د ستوني درد، والګي ډول ناروغي د پوستکي سوروالی او سوی د دې ناروغۍ له نښو دي.

XS
SM
MD
LG