د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۴

ډبلیو ایچ او: په افغانستان کې هره ورځ شاوخوا ۱۶۷ نوي زېږېدلي ماشومان مري


ارشیف: د کابل په یوه روغتون کې نوي زېږېدلي ماشومان
ارشیف: د کابل په یوه روغتون کې نوي زېږېدلي ماشومان

د روغتیا نړیوال سازمان یا 'ډبلیو ایچ او' وايي، په افغانستان کې په ورځني ډول ۱۶۷ نوي زېږېدلي ماشومان چې د مړینې مخنیوي یې هم کېدای شي، مړه کېږي.

د لوګر ولایت اوسېدونکی محمد عالم وايي څو ورځې وړاندې یې وراره پیدا شوی، خو له څو ورځې ژوند وروسته د سینه بغل ناروغۍ له امله ومړ.

هغه ازادي راډيو ته وویل چې نوی پیدا شوی وراره یې خوارځواکى هم و او ورور یې د خراب اقتصادي وضعیت له امله ونه توانېده چې پر وخت یې درملنه وکړي.

نوموړي زیاته کړه: "څو ورځې مخکې زما وراره چې تازه پیدا شوی و چې په سینه بغل ناروغۍ اخته شو، هغه مو یوړو روغتون ته، خو دا چې هغه خوارځواکى و او د ورور اقتصادي وضعیت مې هم خراب و نو درملنه یې ونه شوه او ومړ."

محمد عالم وايي چې ورور یې بې روزګاره دی او لږې پیسې یې چې درلودې هغه یې هم د نوي پیدا شوي ماشوم په روغتیا ولګولې، خو ماشوم يې راستون نه شو کړای.

دا په داسې حال کې ده چې تازه د روغتیا نړیوال سازمان یا 'ډبلیو ایچ او' ویلي، په افغانستان کې په ورځني ډول ۱۶۷ نوي زېږېدلي ماشومان چې د مړینې مخنیوي یې هم کېدای شي مړه کېږي.

دغه سازمان په خپل ټویټر لیکلي، اړتیا ده چې د میندو او ماشومانو د ژغورنې لپاره جدي اقدامات وشي.

خو د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت د ماشومانو د مړینې دغه شمېرې نه تاییدوي.

د دې وزارت ویاند شرافت زمان ازادي راډيو ته په یو لیکلي پیغام کې ویلي، په دې اړه یې د روغتیا له نړیوال سازمان نه معلومات غوښتي دي.

ارشیف: په خوست کې نوي زېږېدلي ماشومان
ارشیف: په خوست کې نوي زېږېدلي ماشومان

په ورته وخت کې د افغانستان د نسايي او ولادي ډاکترانو ټولنه هم په دې هېواد کې د مور او ماشوم د مړینې د زیاتېدو په اړه اندېښنه څرګندوي.

د دې ټولنې رییسې نجم السما شفاجو په افغانستان د مور او ماشوم د مړینې د لاملونو په اړه ازادي راډيو ته وویل: "د میندو ترڅنګ د نویو پیدا شویو ماشومانو د مړینې کچه هم لوړه ده او لوی لاملونه یې په افغانستان کې له وخت وړاندې زېږون، د ماشوم د وزن کموالی، د میکروبونو پیدا کېدل او د زېږون تر منځ د واټن نه مراعتول دي. ډېری میندې یو بل پسې ولادتونه کوي او وقفه په کې نه مراعتوي."

د مېرمن شفاجو د معلوتو پر بنسټ، په افغانستان کې په هرو زر زېږونونو کې ۲۲ ماشومان مړه کېږي.

د نسايي او ولادي برخې متخصصان لارښونه کوي چې میندې باید د امیندوارۍ او زېږون پر مهال روغتیايي سپارښتنې په پام کې ونیسي او دغه شان د زېږون تر منځ واټن ته پاملرنه وکړي څو خپله او ماشوم ته یې زیان ونه رسېږي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG