د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۴

د خوست د بې پولې ډاکټرانو په زیږنتون کې د ولادتونو شمېر یو لکو ته ورسېد


په خوست کې د بې پولې ډاکټرانو زیږنتون چې شپږکاله وړاندې يې په یاد ولایت کې فعالیت پیل کړی، د نوېو زیږیدلو ماشومانو شمېر په‎کې یو لکو ته ورسېد.

په یاد روغتون کې په اوسط ډول هره ورځ اتیا ولادتونه کېږي چې ۱۵ سلنه يې پيچلي او اختلاطي ولادتونه وي، پخوا د پيچلو او اختلاطي ولادتونو له کبله د مور او ماشوم د مړینې کچه لوړه وه.

یادې څرګندونې پرون د چهارشنبې په ورځ د بې پولې ډاکټرانو د ادارې چارواکو ازادي راډیو سره په ځانګړې مرکه کې وکړې.

د بې پولې ډاکټرانو ادارې د طبي چارو رئيسې اېل یانه وویل چې په خوست کې د بې پولې ډاکټرانو روغتون په ۲۰۱۲ میلادي کال کې پرانېستل شوې او دوه اوونۍ مخکې په‎دې روغتون کې د سلو زرو نوېو ماشومانو د پیدا کېدو لمانځنه وشوه.

د دې په وینا چې هره میاشت په زیږنتون کې شاوخوا دوه نیم سوه پيچلي او اختلاطي زیږونونه کېږي او پاتې نور ولادتونه نورمال دي.

نوموړې زیاته کړه، د دوی د تخمین له مخې د ټول خوست ۴۰ سلنه ولادتونه په «MSF» یا د بې پولې ډاکټرانو په روغتون کې ترسره کېږي.

رئيسه اېل یانه
رئيسه اېل یانه

د بې پولې ډاکټرانو ټولنه د نړۍ په ۷۰ هېوادونو کې روغتونونه لري چې د یادې ادارې د مسؤلینو په وینا لوی زیږنتون يې په خوست دی او تر ټولو زیات ولادتونه هم د خوست په زیږنتون کې شوي دي.

دوی وايي، چې «MSF» له ۱۹۸۰ زیږدیز کال راهیسې په افغانستان کې فعالیت لري او خپلې پروژې او برنامې د خلکو د اړتیاوو پر اساس انتخابوي، خوست هم ځکه انتخاب شوی چې دلته د مور او ماشوم د مړینې کچه لوړه وه.

په خوست کې د «MSF» مسؤلین زیاتوي چې د دوی په مرسته نورمال ولادتونه د ولسوالیو په یو شمېر روغتیايي مرکزونو کې هم ترسره کېږي، خو هغه میندې چې پيچلي او غیر نور مال ولادتونه لري، په‎دې روغتون کې ورته د ماشومانو د پیدا کېدو پوره اسانتیاوې برابرې شوي دي.

د دوی په وینا یاد روغتون د بیړنیو چارو طبي اداره ده چې ډېره پاملرنه يې اختلاطي زیږونونو ته ده، څو د مور او ماشوم د مړینې کچه راټیټه شي.

هغوی وړاندې وايي، نور مال ولادتونه په هغو پنځو روغتیايي مرکزونو کې چې «MSF» ورسره مرسته کوي، په کافي اندازه ډېر شوي او ډیری هغه کورنۍ چې له ښاره په ډېر واټن کې دي، اوس په خپلو نېږدې سیمو کې یادو مرکزونو ته مراجعه کوي.

په خوست کې د بې پولې ډاکټرانو د زیږنتون یوه تنه روغتیا پاله نجمه وايي چې دوی د مور او ماشوم د روغتیا په اړه د ښځو او نارینه‎وو د عامه پوهاوي ټیمونه ګمارلي چې هغوی د ولسوالیو روغتیايي مرکزونو ته ځي او میندو ته ور زده کوي، که اختلاط رامنځته کېږي، میندې باید څه وکړي او د ولادتونو تر منځ مصؤن واټن باید څومره وي.

په خوست کې ولایتي روغتون، د ولسوالیو روغتیايي مرکزونه او نور صحي کلینکونه هم د ولادتونو لپاره خدمتونه لري، خو بیا هم ډېری ناروغ لرونکي هڅه کوي چې د خوست د بې پولې ډاکټرانو روغتون ته خپل ناروغان ورولي.

د بې پولې ډاکټرانو د طبي چارو رئيسه اېل یانه وايي، خلک په‎دې باور دي چې په‎دې روغتون کې د پيچلو ولادتونو ښې اسانتیاوې شته او د دوی دا باور پر ځای دی.

دی وايي، امیندوارې مېرمنې باید له ولادت مخکې روغتونو ته ولاړې شي او معلومه کړي چې ولادت يې اختلاطي دی او که نورمال دی، که نورمال وي نو ښه دا ده چې خپلو نېږدې کلینکونو ته مراجعه وکړي او که ولادت يې مغلق وي، نو د بې پولې ډاکټرانو د روغتون دروازه يې پر مخ خلاصه ده.

د دې په وینا «MSF» به یوه ورځ له‎دې ځایه ځي، خو د دوی کوښښ دا دی چې دلته روغتیايي سیمستمونه پیاوړي کړي، تر څو خلک وکولی شي په ډاډ سره خپلو دایمي روغتیايي مرکزونو ته مراجعه وکړي او د دې روغتون ځای هغوی ډک کړي.

دا چې د دوی د فعالیتونو پر وړاندې ننګونې کومې دي، اېل یانه يې په اړه وویل چې د دوی د روغتون ناروغان د هرې ورځې په تېریدو سره ډېریږي او کله چې ناروغان ډېریږي، په طبیعي توګه په کیفیت اغېز پرېباسي، نو که د دوی نورمال ناروغان ډېر شي، بیا د پيچلو ولادتونو پر خدمتونو هم اغېز کوي.

همدارنګه بیا نجمه وايي چې په خوست کې د دې روغتون له فعالیدو وروسته د مور او ماشوم په مړینه او یا هغوی ته په عرضه کیدونکو خدمتونو کې د پام وړ ښه والۍ راغلی دی.

په خوست کې د روغتیا په برخه کې یوه مهمه ستونزه د ماشومانو د یو مجهز اختصاصي روغتونونو نشتون دی، اېل یانه دا ستونزه مني او زیاتوي چې دوی د بې پولې ډاکټرانو روغتون په چوکاټ کې یو ۲۳ بستریز روغتون لري، خو که دلته يې معالجه ستونزمنه وه، نو ناروغ ماشومان د درملنې لپاره ولایتي روغتون ته لېږي.

د دې په خبره چې «MSF» له خوا د خوست ولایتي روغتون سره هم د ظرفیتونو د لوړولو او دواء درملو په برخه کې مرسته کېږي.

راپور: نجیب الله الوخېل

XS
SM
MD
LG