د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۴

په کابل کې یو نسايي ولادي روغتون جوړېږي


د کابل د اندراګاندي روغتون د ځمکې په یوه برخه کې د نسايي او ولادي برخې د یو نوي روغتون د بنسټ ډبره داسې مهال اېښودل کېږي چې لا هم په افغانستان کې د میندو او ماشومانو مړینه د اندېښنې وړ ده.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، د وروستیو سروې‎ګانو له مخي په افغانستان کې د هرو ۱۰۰ زرو امیدوارو میندو له ډلې ۶۷۰ میندې د زېږون پر مهال مري چې په وینا یې دا د اندېښنې وړ مسئله ده.

د عامې روغتیا وزیر فیروز الدین فیروز
د عامې روغتیا وزیر فیروز الدین فیروز

د عامې روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د وري ۱۳» د یاد روغتون د بنسټ د ډبرې د اېښودلو په مراسمو کې وویل:

"دغه روغتون به د څېړنې او په داسې یو مرکز به بدل شي چې د مور او ماشوم ډېری ستونزې به هوارې کړي او هغه ناروغۍ چې په افغانستان کې د درملنې وړ نه‎وي له دې وروسته به بهر ته د ماشومانو د لېږلو اړتیا نه‎وي او دغلته به‌یې درملنه وشي."

د اندراګاندي روغتون د ځمکې په یوه برخه کې به د "Bayat Mother" په نوم دغه روغتون د ۴۸ خونو په درلودلو سره په څلور پوړونو کې جوړ شي.

په دغو مراسمو کې د بیات مرستندویه بنسټ رئیس انجینر احسان‎الله بیات ژمنه وکړه چې د روغتون د جوړولو تر څنګ به د تجهیزاتو په برابرولو کې هم پوره مرسته وکړي.

انجینر احسان‎الله بیات
انجینر احسان‎الله بیات

دی وايي:

"له تجهیز وروسته به دغه روغتون عامې روغتیا وزارت ته ډالۍ شي، دغه روغتون د تشخصیه، راډيو ګرافي، مغلق ولادتونه، جراحي، د مور او ماشوم د سرطان درملنې، سترګو، شنوایۍ، انډسکوپي او د وینې بانک برخې ولري."

بیات مرستندویه بنسټ له ۲۰۰۶ میلادي کال راهیسې ۱۳ نور روغتونونه هم د هېواد په بېلابېلو برخو کې جوړ کړي دي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، که څه هم په هېواد کې د میندو او ماشومانو په مړینه کې د تېرو کلونو په پرتله کموالی راغلی، خو په وینا یې هڅې روانې دي چې په ولایتونو کې هم د میندو او ماشومانو لپاره لازم روغتیايي خدمتونه برابر کړي او په‎دې توګه په دغه شمېر کې لا کموالی راشي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG