د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۸

د روغتیا وزارت سروې: افغانستان کې هر یو لک امیدوارو میندو کې ۱۲۰۰ مري


ارشیف
ارشیف

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د یوې سروې پایلې ښيي چې د زېږون پر مهال د میندو د مړینې په کچه کې زیاتوالی راغلی دی.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د ترسره شوې سروې پایلې ښيي چې د روغتیايي مرکزونو کمښت، دغه مرکزونو ته د خلکو نه‌لاسرسی، په لیرو پرتو سیمو کې د قابله‎ګانو نه‌موجودیت، ناامني، د سړکونو خرابوالی، ترانسپورټي ستونزې او کورنۍ پرېکړې د دې لامل شوي چې د میندو په مړینه کې زیاتوالی راشي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز د سې شنبې په ورځ کابل کې د روغتیا د پایلو په شپږم کنفرانس کې د دغه وزارت د سروې نتایج هم له خلکو سره شریک کړل.

ده وویل چې د روغتیايي وضعیت د ښه کېدو په هدف له هڅو سره-سره هم د تېرو کلونو په پرتله د میندو په مړینه کې زیاتوالی راغلی دی.

د افغانستان د عامې روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز
د افغانستان د عامې روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز

ښاغلي فیروز زیاته کړه:

"ځینو برخو کې وضعیت ډېر ښه شوی دی، خو تر اوسه هم د میندو د مړینې برخه کې زیاتې ستونزې موجودې دي، کومه سروې چې ترسره شوې، پایلې يې ښيي چې په هر یو لک امیدوارو میندو کې ۱۲۰۰يې مري خو دا بیا په ولایتونو کې توپیر لري لکه غور ولایت کې په لک کې له ۱۷۰۰ زیاتې دي، کابل کې ۳۰۰ خو په ملي کچه په ټوله کې په هر لک کې ۱۲۰۰ دي او له لاملونو یې هم داسې ښکاري چې ستونزې موجودې دي."

خو ښاغلی فیروز وايي چې د ماشومانو د مړینې په کچه کې کموالی راغلی او دا وزارت هڅه کوي چې د میندو د مړینې ستونزه په ولادتونو کې د واټن په رامنځته کولو سره حل کړي.

د ده په خبره په لیرو پرتو سیمو کې د صحي مرکزونو درېیمه برخه قابله‎ګانې نه‎لري.

د عامې روغتیا وزارت مسؤلین وايي چې دا سروې د زابل ولایت پرته د افغانستان په ۳۳ ولایتونو کې د عامې روغتیا وزارت او مرکزي احصائيې له لوري د امریکا د متحده ایالاتو په مالي همکارۍ ترسره شوې ده.

د دې وزات د مسؤلینو په وینا دا سروې د ښې حکومتدارۍ په ګډون د عامې روغتیا د ښه کېدو، د روغتیايي خدماتو د وړاندې کولو، انساني قوې او د معلوماتي سیسټم برخه کې ترسره شوې ده.

د عامې روغتیا وزارت دا وروستۍ سروې ښيي چې د وینې لوړ فشار، د زړه حملې او سرطانونو په ګډون غیر ساري ناورغۍ، ډېرې شوي چې دلیل‌يې خپلې روغتیا ته د خلکو نه‌پاملرنه ده.

د عامې روغتیا وزارت مسؤلین وایي چې حکومت د یادو ناروغیو لپاره روغتیایي مرکزونه جوړ کړي دي.

په ورته وخت کې د ولسي جرګې، د روغتیایي چارو کمېسیون مسؤلین، په هېواد کې د میندو او ماشومانو د مړینې زیاتېدل د اندېښنې وړ بولي او د دې ستونزې مسؤلیت پر حکومت وراچوي.

د دغه کمېسیون غړې ګلالۍ نور صافي ازادي راډیو ته په ټینګار سره وویل چې دغه ستونزې ته باید جدي پاملرنه وشي.

مېرمن صافۍ وايي:

"زما په نظر دا نه‌یوازې د اندېښنې بلکې د شرم وړ ده چې موږ بېرته شاته ولاړ شو، ۱۲۰۰ ډېر لوړ شمېر دی ان بېخي د تحمل وړ نه‎دی، زه فکر کوم چې باید د هغو ټولو دلایلو مخنیوی وشي چې موږ نور د مور او ماشوم د مړینې شاهدان ونه‌اوسو که هغه مخکې له زېږون، وروسته او یا د زېږون په حالت کې مړینه وي."

خو اغلې ساپۍ ناامني او مخکې له وخت ودونه هغه عوامل یاد کړل چې د میندو د مړینې لامل ګرځي او په وینا يې باید مخنیوي يې وشي.

د افغانستان روغتیا وزارت وايي چې دوی د میندو د مړینې او یو شمېر نورو ناروغیو د مخنیوي لپاره هلې ځلې کوي خو له دیني عالمانو او قومي سپین‎ږیرو څخه هم په دې برخه کې د همکارۍ هیله لري.

راپور: اکرام‌الله اکرام

XS
SM
MD
LG