د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۳

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د نرسانو او قابله ګانو شورا جوړه کړه


د افغانستان د عامې روغتیا وزارت له خوا د نرسانو او قابله ګانو شورا جوړه شوه.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، په افغانستان کې د نرسانو او قابله ګانو شورا په داسې حال کې جوړېږي چې دا مهال په افغانستان کې د مسلکي قابله ګانو د کمښت له وجې د مور او ماشوم مړینه زیاته ده.

د عامې روغتیا وزیر فيروز الدین فيروز د شنبې په ورځ په دې اړه جوړې شوې ناستې ته وویل، دغه شورا به د قابله ګانو او نرسانو د شمېر په زیاتولو او مسلکي کولو کې مهمه ونډه ولري

فیروزالدین فیروز
فیروزالدین فیروز

ښاغلي فیروز وویل:

"دغه شورا د یو فلټر په توګه کار کوي، د دوی له موافقې وروسته نرسان او قابله ګان کولای شي چې فعالیت وکړي، بل مسؤلیت یې دا دی چې د نرسنګ او قابله ګۍ نصاب سټنډرد کړي او که چېرې یو نرس یا قابله ناروغ ته زیان رسوی، د دې شورا له لارې موضوع څېړل کېږي او ان یاد کس به محکمې ته معرفي کړي."

دا مهال په افغانستان کې ۱۴ زره قابله ګانې او نرسان موجود دي.

خو د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، اړتیا ده چې دا شمېر ۲۰ زوره ته لوړ شي.

د عامې روغتیا وزیر وايي، د مسلکي قابله ګانو او نرسانو په زیاتېدو سره به د مور او ماشوم د مړینې کچه راټيټه شي.

یو شمېر قابله ګانې او نرسانې هم د دغې شورا له جوړېدو هرکلی کوي.

دوی وايي، دغه شورا به ورته د مسلکي زده کړو لپاره یو مهم مرکز وي.

د افغان قابلو د ټولنې مشرې مرسل موسوي وویل، د دغې شورا په جوړښت کې بېلابېلو ادارو ورسره مرسته کړې او ترې هرکلی کوي.

دې وویل:

"د شورا په جوړښت کې د نرسانو ټولنې، عامې روغتیا وزارت، عدلیې وزارت، لومړۍ مېرمنې او د قابله ګانو نړیوالې ټولنې ملاتړ مونږ له ځان سره درلود او ترې له زړه مننه کوم، دا شورا به د افغان قابلو په روزلو او مسلکي کولو کې مهمه ونډه ولري."

د نرسانو او قابله ګانو شورا به ۳۱ غړي لري او غړي یې د درېیو کلونو لپاره ټاکل کېږي.

یاده شورا دنده لري چې له نرسانو او قابله ګانو ازموینې واخلي، د فعالیت جواز ورکړي او د نورو فعالیتونو ترڅنګ د نرسنګ او قابله ګۍ په برخو کې د تحصیلي موسسو له فعالیتونو څارنه وکړي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG