د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۹

په افغانستان کې د مور او ماشوم د مړینې د اندېښنې وړ شمېر


د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي، په دې هېواد کې د میندو او ماشومانو مړینه اوس هم د اندېښنې وړ ده.

د دې وزارت مرستیال احمد جواد عثماني په یوې ناستې کې وویل، هڅې روانې دي چې په ولایتونو کې د میندواو ماشومانو لپاره لازم روغتیايي خدمات ورسېږي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، که څه هم په هېواد کې د میندو او ماشومانو په مړینه کې د تېرو کلونو په پرتله کموالی راغلی، خو د مخنیوي لپاره یې باید هڅې پراخې شي.

د دې وزارت مرستیال احمد جواد عثماني د یکشنبې په ورځ په کابل کې د سیمه ییزې حکومتولۍ د پیاوړتیا په یوې ناستې کې وویل، په هېواد کې د میندو او ماشومانو مړینه اوس هم د اندېښنې وړه ده.

ښاغلي عثماني وویل، د عامې روغتیا وزارت هڅه کوي چې په لېرې ولایتونو او ولسوالیو کې د ښو روغتیايي خدماتو په رسولو سره، د مور او ماشوم په مړینه کې کمی راولي.

هغه زیاته کړه:

"که څه هم په دې شمېرو کې د تېرو کلونو په نسبت کموالی راغلی خو اوس هم دا ندېښنې وړ او د منلو، نه دی، ځکه چې د ګاونډیو هېوادونو په نسبت موږ په ناوړه شرایطو کې یو،هڅې روانې دې چې په لېرې ولایتونو او سیمو کې روغتیایې وضعیت ښه کړو."

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، په تېروشاوخوا ۱۵ کلونو کې په هر نیم ساعت کې یوه مور د زېږون پرمهال مړه کېدله خو اوس په هرو دوو ساعتونو کې یوه مور له مرګ سره مخ کېږي.

د عامې روغتیا وزارت مرستیال وویل، په دې ناسته کې د هېواد د ۳۴ ولایتونو د عامې روغتیا مسؤلین راټول شوي چې په دې برخه کې د سیمه ییزو اړتیا سره سم، پلانونه ترتیب کړي.

د ولایتونو دعامې روغتیا مسؤلینو وویل، که په لېرې پرتو سیمو کې ناروغانو ته روغتیايي خدمات ورسېږي، د میندو او ماشومانو په مړینه کې به نور کمی هم راشي.

د بدخشان ولایت د عامې روغتیا رئیس نورخاوري وویل:

"په ځینو ولایتونو کې روغتیایي خدمات تقویه شوي نه دي، پکارده چې دا خدمات زیات او د میندو او ماشومانو مړینه کمه شی، بله ناامني ده چې له مخې یې نه شو کولی، ځینو سیموته روغتیايي خدمات او درمل پروخت ورسوو."

له وخته مخکې ودونه، ناسم خوراکي رژیم، د زېږون پرمهال د وینې ضایع کېدل، د وینې لوړ فشار، له ستونزې څخه د خلکو بې خبري، د روغتیایې خدماتو نه رسېدل، د ماشومانو خوار ځواکي او داسې نور هغه لاملونه دي چې د میندو او ماشومانو د مړینې کچه یې لوړه کړې ده.

د عامې روغتیا وزارت مرستیال وايي، په لېرې سیمو کې د روغتیايي کارکوونکو، مرکزونو، امبولانسونو او داسې نورو زیاتول کولی شي چې د میندو او ماشومانو د مړینې خطر کم کړي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG