د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۵

په افغانستان کې د انتاناتو له امله هرکال ۲۶فیصده ماشومان مري


د روغتیا وزارت د پالیسۍ مرستیال احمد جان نعیم
د روغتیا وزارت د پالیسۍ مرستیال احمد جان نعیم

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې د نوېو زېږدلو ماشومان د مړینې د مخینوي لپاره نوي تدابیر تر لاس لاندې لري.

د دغه وزارت چارواکي وايي، په هېواد کې د انتاناتو د انتقال له امله هرکال ۲۶ فیصده ماشومان خپل ژوند له لاسه ورکوي.

د روغتیا وزارت د پالیسۍ مرستیال احمد جان نعیم د چهارشنبې په ورځ کابل کې خبریالانو ته وویل، له یوې نوې طریقې نه په استفاده د کلور هکزیدین په نوم یو ډول ملهم د نوي زېږدلي ماشوم په نوم کې اچول کیږي او د ماشوم زخم ته د میکروب له ورتګه مخینوی کوي.

ښاغلي نعیم زیاته کړه:

"په افغانستان کې د ماشومانو د مړینې ۲۶ فیصده عوامل انتانات تشکیلوي، پرته له دې چې ولادتونو په کورنیو او یا په روغتیايي مرکزونو کې کیږي، د کلورهکزیدین ملهم کولای شي چې د نوي زېږدلي ماشوم نوم ته انتاناتو له انتقال چې د مړینې سبب ګرځي مخنیوی وکړي."

د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي، دا پروګرام یې د نوېو زېږدلو ماشومان د روغتیا او د دوی له مړینې څخه د مخنیوي په هدف تر لاس لاندې نیولی.

د کلورهکزیدین ملهم د ماشوم د زېږدا په لومړۍ حساسه اوونۍ کې تطبیق کیږي.

د عامې روغتیا وزارت د چارواکو په وینا دغه پروګرام به لومړی د هېواد په ۱۰ ولایتونو کې عملي شي او ټاکل شوی چې تر راتلونکو دوو کلونو پورې په ټول هېواد کې تطبیق شي.

د عامې روغتیا وزارت د تازه ارقامو له مخې په هرو زرو زېږدلو ماشومانو کې ۷۷تنه خپل ژوند له لاسه ورکوي چې دا رقم په تېرو کلونو کې ۱۰۰ تنو ته رسېده.

د دغه وزارت چارواکي وايي، افغان حکومت ژمن دی چې دا رقم په ۲۰۲۰ کل کې ۲۵ تنو ته راښکته کړي.

له بل پلوه د جنوبي اسیا لپاره د یونېسف رییس کرین هولشاف وايي، دا ډول لارې چارې د لېرو پروتو او زیانمنو سیمو لپاره ډېره ساده او اسانه لاره ده.

"داسې کم شمېر لارې چارې شته چې د هر نوي زېږیدلي ماشوم د مرګ مخنیوی له یوه ډالره څخه په کمه بیه کوي، ګټه یې زیاتې په لږ زړده کړه او تجهیزات په اساني سره د تطبیق وړ دي."

د روغتیا د چاروکارپوهان وايي، که څه هم په تېرو لسوکلونو کې نړېوالې ټولنې له عامې روغتیا وزارت سره په بېلابېلو برخو کې زیاتې مرستې وکړې، خو اوس هم د مور او ماشوم مړینه په هېواد کې یوه لویه ستونزه بلل کیږي.

له وخت وړاندې او په زور ودونه د روغتیايی کارکوونکو کموالی، روغتیايي خدمتونو ته کم لاس رسی په افغانستان کې د مور او ماشوم د مړینې اساسي لاملونه بلل کیږي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG