د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۲

د بشري حقونو د ايتلاف غړي: طالبان دې فعالان ازاد پرېږدي او هغوی سره له تاوتريخوالي دې لاس واخلي


انځور - ارشيف
انځور - ارشيف

د افغانستان د بشري حقونو د ایتلاف غړي د طالبانو حکومت له‌خوا په دغه هېواد کې وروستي نیول، د بشري حقونو د مدافعینو په وړاندې د غچ اخیستنې ښکاره عمل بولي او د ژر تر ژره بندېدو غوښتنه يې کوي.

دا ایتلاف په افغانستان کې د طالبانو حکومت له‌خوا د منتقدینو او د بشري حقونو د مدافعینو سیستماتیک ځپلو په اړه ژوره اندېښنه لري.

د بښنې نړیوال سازمان د چهارشنبې په ورځ د افغانستان لپاره د بشري حقونو د ایتلاف غړو ګډه اعلامیه خپره کړه، چې د بشري حقونو د فعالانو او خبریالانو نیول کېدو ته په اشارې سره په‌کې راغلي دي، د انتقادونو د غلي کولو لپاره دا ډول سیستماتیک او غیر قانوني اقدامات په افغانستان کې د بشري حقونو سرغړونې لا پسې زیاتوي.

د افغانستان لپاره د بشري حقونو ایتلاف له شاوخوا لسو نړیوالو بشري حقونو سازمانونو څخه جوړ دی، چې په تېر یوه کال کې په افغانستان کې د خراب وضعیت په غبرګون کې جوړ شوی دی.

د دغه ايتلاف غړو چې په‌کې د بښنې نړيوال سازمان، د بشري حقونو د څار سازمان، د شکنجې پر وړاندې نړيوال سازمان، د بشري حقونو نړيوال فدراسيون، د سولې او ازادۍ لپاره د ښځو نړيوال لیګ او يو شمېر نور غړي شامل دي، د طالبانو له حکومته غوښتي چې ټول هغه کسان چې د اعلاميې له قوله د مدني حقونو او د بیان له ازادۍ څخه د دفاع په خاطر په خپل سر نیول شوي دي، ژر تر ژره پرته له کوم قید او شرطه خوشې کړي.

په دې ګډه اعلامیه کې دویمه غوښتنه دا ده چې د نیول شویو کسانو ځای دې روښانه شي او هغوی ته دې ډاډ ورکړل شي چې، دوی په انفرادي زندانونو کې له بند او شکنجې څخه خوندي دي.

په ورته وخت کې ټینګار شوی، چې له دوی سره دې د نړیوالو قوانینو له مخې چلند وشي، دوی ته دې د خپلې کورنۍ سره د اړیکې نیولو، مدافع وکیل او روغتیایې پاملرنې، اسانتیاوې برابرې شي.

په افغانستان کې د بشري حقونو د ایتلاف په ګډه اعلامیه کې د افغان الاصل فرانسوي خبریال مرتضی بهبودي، د صدای هم‌شهري د فرهنګي او هنري بنسټ مشر سید محمد حسیني، لیکوال او شاعر کاظم امیني او د پوهنې په برخه کې فعال مطیع‌الله ویسا د هغو کسانو په نوم یاد شوي چې د خپلو ټولنیزو فعالیتونو له امله په دې وروستیو کې د طالبانو د حکومت له‌خوا نیول شوي دي.

مطیع‌الله ویسا ته یوې نږدې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم يې په راپور کې واخیستل شي، ازادي راډیو ته وویل، ښاغلی ویسا د طالبانو حکومت د استخباراتو په زندان کې بندي دی چې کورنۍ یې له یوې میاشتې راهیسې له ده سره هېڅ اړیکه نه‌لري او د هغه د روغتیا وضعیت په اړه هم معلومات نه‌شته.

د زده‌کړو فعال مطيع‌الله ويسا چې د طالبانو په بند کې دی.
د زده‌کړو فعال مطيع‌الله ويسا چې د طالبانو په بند کې دی.

د طالبانو حکومت ویلي و چې، ویسا د غیر قانوني او د نظام ضد فعالیتونو په تور نیول شوی، هغه ادعا چې د ده کورنۍ رد کړې ده.

د اسټرالیا د بشري حقونو د څار ادارې غړي ماهر مومند له ازادي راډیو سره په خبرو کې په افغانستان کې د مدني فعالانو او منتقدینو پر ځپلو اندېښنه څرګنده کړه او له طالبانو یې وغوښتل چې بشري حقونو ته درناوی وکړي.

له طالبانو څخه زموږ غوښتنه دا ده چې بشري حقونو ته درناوی وکړي
ماهر مومند

نوموړی وايي: "د مدني ټولنې د فعالانو او هغو کسانو ځپل چې په افغانستان کې د ګډوډيو په وړاندې خپل غږ پورته کوي، نه یوازې دا چې زموږ د ژورې اندېښنې لامل شي، بلکې دا به له نړیوالې ټولنې سره د افغانستان د اړیکو د پیکه کېدو او د نړیوالو خیریه بنسټونو د مرستې د کمېدو لامل هم شي. له طالبانو څخه زموږ غوښتنه دا ده چې بشري حقونو ته درناوی وکړي او د افغانستان د خلکو د بدبختۍ لامل نه‌شي."

خو د طالبانو حکومت وياند ذبيح‌الله مجاهد وايي، دغه کسان له قانون څخه د سرغړونې په تور نيول شوي دي.

ښاغلی مجاهد وايي: "هغه کسان له قانون څخه د سرغړونې پر بنسټ نیول شوي، هیڅوک له قانون څخه پورته نه‌دي، هر هغه کړنه چې یو څوک یې کوي د قانون چوکاټ ورته مشخص دی. له قانون څخه سرغړونه جرم دی، هر څوک باید خپل ځواب ورکړي ، دلته دا مهمه نه‌ده چې څوک دي او څه دنده لري. مهمه خبره دا ده چې قانون باید یو شان پلی شي، حکومت دنده لري چې قانون په ټولو یو شان پلی کړي، پر چا ظلم نه کېږي او عدالت تامین دی."

ذبيح‌الله مجاهد
ذبيح‌الله مجاهد

تر دې وړاندې هم د بشري حقونو یو شمېر مدافع بنسټونو او ملګرو ملتونو د مدني فعالانو او افغان خبریالانو پر نیول کېدو اندېښنه ښودلې او له طالبانو یې غوښتي چې بشري حقونو ته درناوی وکړي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ یا یوناما ټینګار کړی، افغانان حق لري چې له ویرې پرته خپل نظر څرګند کړي.

د طالبانو حکومت په ډېر کم د مدني فعالانو او خبریالانو نیول کېده تایید کړي، خو تل یې ویلي چې دوی د دندو او څرګندونو له امله نه‌دي نیول شوي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG