د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۷

د اروپايي ټولنې پارلمان: طالبان دې مطيع‌الله ويسا او نور نيول شوي فعالان خوشې کړي


د قلم لار بنسټ مشر مطيع‌الله ويسا چې د طالبانو په بند کې دی، انځور - ارشيف
د قلم لار بنسټ مشر مطيع‌الله ويسا چې د طالبانو په بند کې دی، انځور - ارشيف

د طالبانو د حکومت له‌خوا د زده‌کړو د برخې د نیول شوي فعال مطیع‌الله ویسا وررو عطاالله ویسا وایي، سترګې په لاره وو، چې ورور به یې د اختر لپاره خوشې شي، خو په خبره یې داسې ونه‌شول.

نوموړي په یو لیکلي پیغام کې ازادي راډیو ته ویلي: "اختر ته زما کورنۍ ، ملګري او تر ډېره ډېر افغانان او هم د بشري حقونو فعالان منتظر وو چې مطیع‌الله ویسا به را خلاص سي، دې انتظار زما کورنۍ او په ځانګړې ډول زما مور سخته پرېشانه کړه، خو بیا هم هیله کوم چې هغه دې ورځو کې ازاد کړي."

خو بیا هم هیله کوم چې هغه دې ورځو کې ازاد کړي."
عطاالله ويسا

د قلم لار بنسټ مشر مطیع‌الله ویسا د روان میلادي کال د مارچ میاشتې په ۲۸مه نېټه د طالبانو د استخباراتو له‌خوا د دوی له کوره ونیول شو.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد د نوموړي له نیول کېدو وروسته ازادي راډیو ته ویلي وو، ویسا د نظام ضد او غیر قانوني کړنو له امله نیول شوی، هغه ادعا چې کورنۍ یې ردوي.

دا په داسې حال کې ده، چې تازه د اروپايي ټولنې پارلمان په یو پرېکړه لیک کې، چې په ۵۲۹ رایو تصویب شوی د طالبانو له حکومته غوښتي، چې د قلم لار بنسټ د مشر مطیع‌الله ویسا په ګډون ټول هغه کسان چې د خپلو بنسټیزو حقونو د عملي کولو په تور بندیان دي، خوشې کړي.

د اروپايي ټولنې پارلمان
د اروپايي ټولنې پارلمان

په پرېکړه‌ليک کې له اروپايي ټولنې او غړو هېوادونو څخه یې غوښتنه شوې، چې په طالب چارواکو په مستقيم او غير مستقيم ډول ډيپلوماتيک فشار راوړي، ترڅو ټول په خپل سر توقيف شوي کسان خوشې کړي او همدارنګه د هغو افغان ډلو ملاتړ زيات کړي چې ښځو او نجونو ته د زده‌کړو زمينه برابروي.

طالبانو پر افغانستان تر واکمنېدو ورسته د نجونو منځني ښوونځي وتړل او د تېر میلادي کال په دسمبر میاشت کې یې، دوی پوهنتونو ته له تګ هم راوګرځولې.

"له بده مرغه چې ډېر کسان د طالبانو په زندانونو کې دي
زرياب

د طالبانو حکومت له بنده خوشې شوې د ښځو د حقونو فعاله تمنا زریاب پریاني، چې له خپلو دریو خویندو سره ۴۰ ورځې په بند کې وه هم وايي، نړیواله ټولنه باید پر طالبانو فشار راوړي، چې نیول شوي کسان ژر تر ژره خوشې شي.

نوموړې وايي: "له بده مرغه چې ډېر کسان د طالبانو په زندانونو کې دي، خو موږ طالبان نه مخاطب کوو، ځکه دا بیا په دې معنا چې دوی مشروعیت لري، تر ټولو مهم د بشري حقونو بنسټونه دي چې اعتراضونه ولري او په طالبانو باندې فشارونه راوړي، چې په خپل‌سري ډول د خلکو د بندي کېدو مخه ونیسي او هغه کسان چې د طالبانو په زندان کې دي هغوی ازاده کړي."

تمنا زرياب
تمنا زرياب

د یادونې ده، چې تر دې مخکې هم په وار وار د نړیوالو له‌خوا د طالبانو په حکومت غږ شوی، چې د مطیع‌الله ویسا په ګډون ټول هغه فعالان له بنده خوشې کړي، چې له کوم جرم پرته د دوی له‌خوا نیول شوي دي.

د مطیع‌الله ویسا تر څنګ کاظم امیني، مرتضی بهبودي، سبحان الله سبحاني، سید محمد حسیني، رسول پارسي د بېلابېلو برخو نور هغه فعالان دي چې دا مهال له طالبانو سره بندیان دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG