د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۳

عمرخېل: په افغانستان کې د عدالت غوښتنې کوم خپلواک بنسټ نه دی پاتې


د ماشومانو د تعلیم فعال مطیع الله ویسا چې له دوو اونیو ډېر کېږي طالبانو نیولی دی.
د ماشومانو د تعلیم فعال مطیع الله ویسا چې له دوو اونیو ډېر کېږي طالبانو نیولی دی.

هره اوونۍ د افغانستان له بېلابېلو برخو په خپلسري ډول د خلکو د نیولو، شکنجه کولو او حتی په مرموز ډول د وژل کېدو راپورونه ورکول کېږي.

په تازه مورد کې په ننګرهار کې د پخواني پوځي ریاض احمدزي د وژنې عکسونه او ویډیوګانې پرون په ټولنیزو شبکو کې خپرې شوي، دغه راز په خوست ولایت کې د یوه صراف د وژلو ویډیو هم ډېره لاس په لاس شوې ده.

د ماشومانو د تعلیم فعال مطیع الله ویسا لا هم د طالبانو په توقیف کې دی او د برخلیک په باب یې معلوما نه دي ورکړل شوي.

په داسې حال کې چې طالبانو تېر اساسي قانون او نور قوانین ملغی اعلان کړي، په وژنو کې د دخیلو کسانو یا هم د نیول شویو کسانو پر وړاندې د کوم قانون له مخې چلند کوي؟

پر همدې موضوع زموږ همکار د افغانستان د عدالت غوښتونکو شورا له عمومي مشر جمعه خان عمرخېل سره مرکه کړې او په سر کې یې پوښتلی چې د فعالانو او نورو اشخاصو خپلسري نیونې، شکنجې او ربړونې روانې دي، تاسو دغه موارد مستند کړي؟

د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:13 0:00

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG