د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۸

د طالبانو په بند کې د 'موسی شاهین' روغتیايي وضعیت اندېښنې رامنځته کړي


د پنجشېر محلي سندرغاړی موسی شاهین
د پنجشېر محلي سندرغاړی موسی شاهین

د سیمه ییز سندرغاړي موسی شاهین کورنۍ وایي، روغتیايي وضعیت یې ښه نه دی او دوی یې په اړه اندېښمن دي.

د پنجشېر د سیمه ییز سندرغاړي موسی شاهین ورور عبدالوهاب عاصم وایي، ورور یې نږدې درې میاشتې کېږي د طالبانو په بند کې دی.

هغه ادعا کوي چې د شاهین روغتیایي وضعیت ښه نه دی او درملنې ته اړتیا لري.

طالبانو تر اوسه ورته د درملنې اجازه نه ده ورکړې.

ده ازادي راډيو ته وویل: "تېره اوونۍ مې مور او د شاهین مېرمن د کابل ۴۰م امنیت ریاست ته تللي وو او بریالۍ شوې وې چې شاوخوا درې دقیقې له شاهین سره د شیشې له شا وګوري. دوی وايي وضعیت یې ښه نه دی، ناروغه دی، سر او مخ یې پړسېدلی وو او د ګردې له ستونزې سره مخ شوی. طالبانو تر اوسه ورته د درملنې اجازه نه ده ورکړې."

ده نوموړي په خبره، شاهین هېڅ کوم جرم نه دی کړی هغه یوازې یو سیمه ییز سندرغاړی دی او له یوې سیاسي ډلې سره هم اړیکه نه لري.

موسی شاهین د تېر کال د دلوې میاشتې په لومړیو کې د طالبانو له خوا په کابل کې ونیول شو او د ورور په خبره یې، طالبانو د نیولو په پر مهال ورسره له تاوتریخوالي کار اخیستی دی.

د موسی شاهین ورور تر دې مخکې هم ادعا کړې وه چې ورور یې د طالبانو له خوا د اسلام قلعه په پوله نیول شوی و، خو له وهلو ټکولو او شکنجې وروسته بېرته خوشې شو.

د عاصم په خبره، موسی شاهین د امنیتي ستونزو له امله غوښتل ایران ته ولاړ شي.

د ازادي راډیو خبریال د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد څخه د موسی شاهین د نیولو په اړه وپوښت، خو نوموړي د راپور تر خپرېدو پورې پوښتنې ځواب نه کړې.

په همدې حال کې په بدخشان پوهنتون کې یوې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط ازادي راډیو ته ویلي چې د دې پوهنتون یو استاد سخي داد سنګین هم څو ورځې مخکې د طالبانو له خوا نیول شوی او لا هم د دوی په بند کې دی.

د ازادي راډیو خبریال هڅه وکړه د دغه استاد له خپلوانو سره هم خبرې وکړي، خو بریالی نه شو.

د بدخشان ولایت لپاره د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو فرهنګ رییس معز الدین احمدي او د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د راپور تر خپرېدو پورې په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې.

دا په داسې حال کې دی چې د زده کړو د برخې بل فعال او د قلم لار مشر مطیع والله ویسا هم د طالبانو د حکومت له خوا په کابل کې تېره اوونۍ ونیول شو او د خپلوانو په خبره یې چې له وضعیته یې هېڅ احوال نه لري.

د قلم لار مشر مطیع والله ویسا چې څو ورځې مخکې د طالبانو له لوري نیول شوی دی.
د قلم لار مشر مطیع والله ویسا چې څو ورځې مخکې د طالبانو له لوري نیول شوی دی.

د یادونې ده چې د دوی تر څنګ لیکوالان زکریا اصولي، رسول پارسي، مرتضی بهبودي او مدني فعالان نرګس سادات او سید محمد حسیني هم د طالبانو په بند کې دي.

د طالبانو د حکومت له خوا منحل شوی د افغانستان د بشر د حقونو خپلواک کمېسیون چې اوس له هېواده بهر فعالیت کوي، د روانې اوونۍ په پيل کې ویلې وو چې مدني فعالان له هېڅ راز جرم پرته د طالبانو په بند کې دي او په اړه یې معلومات نه شته.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG