د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۰ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۶

په افغانستان کې د برتانوي ځواکونو لخوا د ناقانونه وژنو د ادعاوو څېړنه پیل شوې


ارشیف: په هلمند کې برتانوي ځواکونه
ارشیف: په هلمند کې برتانوي ځواکونه

په بریتانیا کې د چهارشنبې په ورځ د مارچ په ۲۲مه د هغو لسګونو ناقانونه وژنو د ادعاوو په اړه څېړنه پيل شوه چې په افغانستان کې د شپې پر مهال عملیاتو کې پر برتانوي ځانګړو ځواکونو شوې ده.

نیاز بي بي د هلمند د سنګین ولسوالۍ اوسېدونکي ده.

هغه ادعا کوي چې زوی یې د برتانوي ځواکونو په هوایي عملیاتو کې وژل شوی دی.

دا وایي، خپله هم کونډه ده او له اقتصادي ستونزو سره مخ ده، ځکه د کور یوازېنی ډوډۍ ګټونکی زوی یې د برتانوي ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوی دی.

هغې وویل: "نهه کاله کېږي چې کونډه یم او دا یتیمان مې په خوارۍ او غریبۍ لوی کړل. د زوی له مرګ مخکې مې د پاچاهۍ ژوند درلود او یوه مړۍ ډوډۍ به مې په مزدورۍ او بزګرۍ تر لاسه کوله او د کورنۍ سرپرستي هغه کوله. زوی مې بمبارد کې شهید شو. زه او کونډه نږور مې په یو کور کې اوسېږو."

دا په داسې حال کې ده چې د چهارشنبې په ورځ د مارچ په ۲۲مه په بریتانیا کې د هغو لسګونو ناقانونه وژنو د ادعاوو په اړه څېړنه پيل شوه چې په افغانستان کې د شپې پر مهال عملیاتو کې پر برتانوي ځانګړو ځواکونو شوې ده.

د رویټرز خبري اژانس د راپور پر بنسټ دا څېړنه د یوه برتانوي جګپوړي قاضي چارلز هادون کیو په مشرۍ ترسره کېږي څو وکتل شي چې ایا له ۲۰۱۰ او ۲۰۱۳ کال تر منځ دا ناقانونه وژنې شوي که نه؟

په همدې حال کې د هغو قربانیانو ځینې کورنۍ چې ادعا لري، د اسټرالیایي ځواکونو په عملیاتو کې یې د کورنۍ غړي وژل شوي، وایي، د دغه هېواد د پوځیانو محاکمه غواړي.

د ارزګان ولایت د ترینکوټ اوسېدونکی جمشید چې د دغه ځواکونو په عملیات کې یې خپل ورور له لاسه ورکړی وايي، باید یې غرامت ورکړل شي.

ده ازادي راډيو ته په خبرو کې ادعا وکړه چې اسټرالیایي ځواکونو په ۲۰۱۲م کال کې د ده ورور چې یو ملکي کس و، وواژه.

هغه زیاتوي: "په ۲۰۱۲م کال کې یې زموږ کور محاصره کړ او ورور مې چې د غنمو په پټي کې کور خوا ته روان و، اول یې سپی پسې روان کړ او بیا یې په برچه وواهه او فیر یې ورباندې وکړ او ورور مې یې وواژه، ۲۶ که ۲۷ کلن وو."

دی زیاتوي چې د ورور تر وژل کېدو وروسته یې پلار ته رواني ناروغي پيدا شوه.

اسټرالیايي ځواکونه په ارزګان کې د عملیاتو پرمهال؛ ارشیف. October 2, 2009
اسټرالیايي ځواکونه په ارزګان کې د عملیاتو پرمهال؛ ارشیف. October 2, 2009

د اسټرالیا فډرال دولت د مارچ په ۲۱مه اعلان وکړ چې یو پخوانی پوځي یې چې افغانستان کې یې خدمت کاوه او د یو غیرنظامي افغان په وژلو تورن و، نیولی دی.

۴۱ کلن اولیور شولز یوه لسیزه وړاندې په افغانستان کې د خدمت پر مهال د یو ملکي وګړي پر وژلو تورن و چې اوس د اسټرالیا فډرال پولیسو هغه د جنګي جرمونو په تور نیولی دی.

د ای بي سي شبکې له خوا د خپرو شويو عکسونو له مخې ویل شوي چې شولز د ارزګان په ولایت کې د غنمو په پټي کې یو ملکي افغان په داسې حال کې وواژه چې لاسونه یې پورته نیولي وو.

افغان حقوق پوه محمدعظیم صافی د اسټرالیا او د بریتانیا د دغه اقدام هرکلی کوي.

هغه غوښتنه وکړه څو هغه نړیوال ځواکونه چې ورته جنګي جنایتونه یې ترسره کړي، باید محکمې ته راکاږل شي.

صافي زیاته کړه: "په نړۍ کې د عدالت د ټينګښت او سولې لپاره دا یو ښه اقدام دی. اصلاً باید د ناټو او دغه شان د ملګرو ملتونو سازمان غړي هېوادونه نړیوالو تعهداتو ته ژمن ووسي او داسې جنایت ترسره نه کړي چې وروسته بیا بخښنه وغواړي او یو ډېر کم څه د غرامت په نوم ورکړي."

د ۱۴۰۱ کال د سرطان په میاشت کې د بشري حقونو ملاتړې ډلې د هغو برتانوي پوځيانو د محاکمې غوښتنه وکړه چې په افغانستان کې د ملکي وګړو په وژلو تورن وو.

دا غوښتنه وروسته له هغې را پورته شوه چې بي بي سي په یوه څېړنه کې چې په هماغه کال یې خپره کړه، ادعا وکړه چې برتانوي ځانګړو ځواکونو ۵۴ افغانان په شکمنو شرایطو کې وژلي دي.

د بشري حقونو د څار ادارې ویلي چې په افغانستان کې د برتانوي ځواکونو د احتمالي جنایتونه په اړه د بي بي سي راپور ډېر خواشینوونکی دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG