د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۶

ارزګان کې د اسټرالیايي سرتیري له لوري د وژل شویو کسانو کورنۍ عدالت غواړي


ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري
ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري

د ارزګان ولایت په مرکز ترینکوټ کې یو شمېر هغه کورنۍ چې غړي یې کلونه مخکې د اسټرالیايي عسکرو د چاپو او عملیاتو پر مهال وژل شوي وو وايي، د اسټرالیا د حکومت له لوري اوسني څېړنې یو طرفه دي او په دې برخه کې شوي جرمونه تر دې زیات دي.

چې د ارزګان ولایت مرکز ترینکوټ اړوند سرخوم سیمي اوسیدونکی دی ازادي راډيو ته وویل، اته کاله وړاندې یې اسټرالیايي عسکرو د دوی پر کور د ورځې چاپه ووهله، د ده پلار یې وواژه او کور ته یې اور واچوه.

عبدالطیف وايي پلار یې اسټرالیايي ځواکونو وژلی او کور ته یې ورته اور اچولی دی.
عبدالطیف وايي پلار یې اسټرالیايي ځواکونو وژلی او کور ته یې ورته اور اچولی دی.

دی وايي: "زما پلار سردار محمد نومېده او د کلي قومي مشر هم و، هغه په کور کې کار کاوه چې اسټرالیايي سرتیري راغلل، لومړۍ پر پښه وویشت وروسته یې په ډېر ظلم وواژه. زموږ کور یې هم را وسوځاوه. موږ دولت پلوه خلک وو او پلار مې د کلي قومي مشر هم وو."

په افغانستان کې د اسټرالیایي ځانګړو ځواکونو له‌خوا د ترسره شویو جنګې جنایتونو د ادعاوو په اړه د اسټرالیا د پوځ د یوې څېړنې پایلې هغه ادعاوې ثابتوي چې دغو ځواکونو په جګړو کې لږ تر لږه ۳۹ بندیان او ولسي وګړي په غیرقانوني ډول وژلي، خو په ارزګان ولایت کې یو شمېر هغه کورنۍ چې د اسټرالیايي عسکرو د چاپو پر مهال يې د کورنۍ غړل وژل شوي وايي، د اسټرالیا د پوځ دا تحقیقات ناسم دي.

ارشیف، افغانستان اسټرالیايي ځواکونه
ارشیف، افغانستان اسټرالیايي ځواکونه

عبدالطیف وايي، له دوی بښنه غوښتل ستونزه نه هواروي، بلکې هغه سرتیري دې سخت مجازات شي چې دا جنایات یې کړي دي.

د نوموړي په وینا د اسټرالیايي سرتېرو جنایات تر هغې زیات دي چې د دې هېواد د پوځ تحقیقات یې وايي: "د اسټرالیا د پوځ مشرانو چې افغانستان په تېره ارزګان کې د خپلو سرتېرو د شویو جنایاتونو په اړه کوم تحقیقات کړي دا ناسم دي او زموږ غږ په کې نه دي اوریدل شوی، دوی باید له موږ پوښتنه وکړي. دوی یوازې ۳۹ کسان نه دي وژلي بلکې یوازې په ارزګان کې د هغو کسانو شمېر تر زرو زیات دي چې اسټرالیايي ځواکونو وژلي، ټپیان کړي او یا یې غیرې قانوني بندیان کړي دي."

عبدالطیف همدارنګه غوښتنه کوي چې مجرم پیژندل شوي سرتیري د افغانستان د قوانینو سره سم مجازات شي.

ښایسته خان وايي چې بې وسلې ورور يې د عبدالطیف له پلار سره یو ځای اسټرالیايي سرتیرو وژلی
ښایسته خان وايي چې بې وسلې ورور يې د عبدالطیف له پلار سره یو ځای اسټرالیايي سرتیرو وژلی

ښایسته خان هم د ترینکوټ ښار اړوند سرخوم سیمي اوسیدونکې دی، دا ادعا کوي چې بې وسلې ورور يې د عبدالطیف له پلار سره یو ځای اسټرالیايي سرتیرو وژلی دی.

دوی یوازې ۳۹ کسان نه دي وژلي بلکې یوازې په ارزګان کې د هغو کسانو شمېر تر زرو زیات دي چې اسټرالیايي ځواکونو وژلي، ټپیان کړي او یا یې غیرې قانوني بندیان کړي

دی وايي: "ورور مې په کلي کې ژرنده چلوله، خو اسټرالیايي ځواکونه راغلل هغه ته يې لومړی سپې ورخوشې کړل او په سپو يې سره څیرې کړ او وروسته يې په ډزو وویشته. هغه نه طالب و او نه یې هم د کومې بلې ډلې سره تړاو درلود، بې ګنا و، خو اسټرالیايي سرتیرو په ډېر ظلم وواژه."

عبدالطیف او ښایسته خان وايي، اسټرالیايي سرتېرو نه یوازې دا چې د دوی کورنۍ غړي ورته وژلي، بلکې لسګونه کسان یې بې ګناه کلونه کلونه بندیان کړي وو.

دوی اوس د اسټرالیا د حکومت او نړیوالې ټولنې څخه غوښتنه کوي چې دوی ته د هغو زیانونو تاوان ورکړي چې د اسټرالیايي ځواکونو د خپل سریو له کبله ور اوښتي.

د اسټرالیا د دفاعي ځواکونو لوی درستیز او نورو چارواکو د هغو جرمونو له کبله چې سرتېرو یې افغانستان کې ترسره کړي بښنه غوښتې او پر سرغړونکو اسټرالیايي سرتیرو یې د قانون د پلي کولو ژمنه کړې.

XS
SM
MD
LG