د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۳

څېړنه: افغانستان کې ۲۵ اسټرالیايي ځواکونو ۳۹ ولسي وګړي قصدي وژلي


ارشیف، افغانستان کې یو شمېر اسټرالیايي سرتیري
ارشیف، افغانستان کې یو شمېر اسټرالیايي سرتیري

هغه ځواکونه چې افغانستان ته د ملکیانو د ژوند د خوندیتوب لپاره رالېږل شوي وو اوس په بې رحمانه او قصدي وژنو تورن دي.

یو اسټرالیایي قاضي پاول بریرتون د (نیوسود ویل) په نوم استیناف محکمه کې دغه تور تحلیل کړی او موندلي یې دي چې په افغانستان کې د کمانډو او هوایي ځانګړو اسټرالیایي ځواکونو له لوري ملکیان وژل شوي او یا هم شکنجه شوي دي.

په یوه خبري ناسته کې چې په کانبیرا کې رویټرز خبري اژانس پوښښ ورکاوه، د اسټرالیا د ځواکونو له لوري یې په افغانستان کې د ۳۹ افغان ملکیانو دغه وژنه تأييد کړه او دا يې شرمونکې وبلله.

نوموړي وویل: "قاضي بریرتون د ۵۷ تورونو موضوعات او پېښې وڅېړلې، هغه موندلي چې کره معلومات شته چې دا ثابتوي ۳۹ افغانان په ۲۳ پېښو کې وژل شوي، دوی د ۲۵ هغو ځانګړو اسټرالیايي ځواکونو له لوري چې ډېری یې د هوایي ځانګړي ځواک برخه ده وژل شوي دي."

د اسټرالیا لوی درستیز انګوس کمبل
د اسټرالیا لوی درستیز انګوس کمبل

د دغه راپور په یوه برخه کې راغلي چې ان د دغو اسټرالیایي سرتېرو قوماندانانو د جګړې په میدان کې دوی ته امر کاوه، څو یو ملکي افغان ونیسي او د لومړنۍ وژنې په توګه يې هدف وګرځوي.

ښاغلي کمبل دا هم ویلي چې د دغو افغان ملکیانو او او بندیانو وژل په هېڅ ډول د منلو نه دي: "زه د اسټرالیا د دفاعي ځواکونو په استازیتوب د هر هغه ناسم کار له امله چې د اسټرالیایي ځواکونو له لوري تر سره شوي په صمیمانه او واضح ډول له افغانانو بښنه غواړم."

د اسټرالیا لومړي او د بهرنیو چارو وزیرانو هم د دغې پېښې په اړه بښنه غوښتې ده.

دغه راپور د یو اسټرالیایي قاضي پاول بریرتون د موندنو له مخې برابر شوی. نوموړی له ۲۰۰۵ میلادي کال څخه تر ۲۰۱۶ میلادي کال ګمارل شوی و چې ۲۵ زره عکسونه او ۲۰ زره سندونه وڅېړي.

د ښاغلي بریرتون کاري ډلې په دغو څېړنو کې ۴۲۳ شاهدانو سره خبرې کړي او موندلي یې دي چې ان ځيني ۱۴ کلن ځوانان او یو شمېر بزګر هم د هغو کسانو په ډله کې وو چې غاړې يې په تارونو پرې شوي وو.

د دغه راپور په یوه برخه کې لیکل شوي چې اکثره دغه ملکیان بندیان وو، خو جنګیالي نه وو او یا هم داسې کسان وو چې له جګړو يې لاس اخېستی وو.

بریرتون د اسټرالیایي ځانګړي ځواکونو دغه کار د جنګي جرمونو برخه، ننګونکې او ژور خیانت بللی اوغوښتنه یې کړې چې دغو سرتېرو ته سزا او د قربانیانو کورنیو ته جبران د خسارې وشي.

بریرتون د اسټرالیایي ځانګړي ځواکونو دغه کار د جنګي جرمونو برخه، ننګونکې او ژور خیانت بللی
بریرتون د اسټرالیایي ځانګړي ځواکونو دغه کار د جنګي جرمونو برخه، ننګونکې او ژور خیانت بللی

نوموړي ویلي چې د دغو تورنو سرتېرو یو شمېر يې اوس هم د امنیتي ځواکونو په لیکو کې دي او په خبره یې ۱۹ تنه یې په افغانستان کې دي چې باید تر څار لاندې ونیول شي.

دغه راپور غبرګونونه هم پارولي.

په اسټرالیا کې د بشري حقونو نړیوال سازمان ازادي راډيو ته په یو غږیز پیغام کې دغه خبر بوږنوونکی بللی او د اسټرالیا له دولته یې غوښتنه کړې چې د دغو سرتېرو جنګي جرمونه په بېړني ډول وڅاري. ماهر مومند چې د دغه سازمان غړی دی وايي: "دا خبر ډېر ټکان ورکوونکی دی موږ د اسټرالیا له دولته غواړو چې د دغو تورنو کسانو جنګي جرمونه د یوې خپلواکې ادارې له لوري په بېړني ډول وڅاري."

د افغانستان د حکومت غوښتنه څه ده؟

د جمهور رئیس مرستیال ویاند دوخان مینه پال وايي: "د حکومت غوښتنه واضح ده چې جنګي جرمونو ته دې رسېدنه وشي او باید وڅېړل شي او د قانون په رڼا کې دې هغه کسان چې دغه جنایت کړی باید سزا ورکړل شي."

له ۲۰۰۲ میلادي کال نه تردې دمه ۱۵۵۰ اسټرالیایي ځواکونه په افغانستان کې حضور لري چې په دغه هېواد کې د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې فعالیت کوي.

XS
SM
MD
LG