د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۳

راپور: اسټرالیايي ځواکونو په افغانستان کې جنګي او بشر ضد جنایتونه کړي


په افغانستان کې د اسټرالیا ځواکونه د عملیاتو پرمهال- October 2, 2009
په افغانستان کې د اسټرالیا ځواکونه د عملیاتو پرمهال- October 2, 2009

یو نوی راپور چې ډیلي مېل بریټانوۍ ورځپاڼې خپور کړی ښيي چې د اسټرالیا ځانګړو ځواکونو په افغانستان کې د خپل ماموریت پر مهال جنګي او بشر ضد جنایتونه کړي.

ډیلي مېل لیکلي، اسټرالیايي ځواکونو په یو شمېر سیمو کې بې‌ګناه ملکي وګړي په نښه کړي او ان له ځینو کسانو یې سرونه پرې کړې دي.

ورځپاڼې لیکلي، د اسټرالیا ځانګړیو ځواکونو د افغانستان په یو شمېر سیمو کې ملکي وګړي او ان ځینې بندیان په مرمیو ويشتي او له ځینو یې مرۍ پرې کړي دي.

دا راپور د اسټرالیا د دفاع وزارت د چارواکو له‌خوا چمتو شوی او په کې د اسټرالیا د ځانګړو ځواکونو له‌خوا له ۲۰۰۱ تر ۲۰۱۵ کال پورې د جنګي جرایمو موضوعات را څپړل شوي دي.

په راپور کې دا عمل غیر انساني او جنګي جنایت بلل شوی، خو د دې ډول قضیو کره شمېر او د شویو پېښو سیمو ته په کې هیڅ اشاره نه ده شوې.

خو په ۲۰۱۷ کال کې داسې سندونه خپاره شول چې اسټرالیايي ځواکونو په ۲۰۱۲ کال کې یو ۱۴ یا هم ۱۵ کلن هلک په مرمېو ويشتی دی.

همدا ډول سندونه شته چې ښيي دې ځواکونو په ۱۰۱۳ کال کې د بسم الله په نوم یو تن له خپل زوی سره وژلی دی.

په دې کلونو کې اسټرالیايي ځواکونه په ارزګان ولایت کې مېشت و.

ډیلي مېل په دې راپور کې په افغانستان کې د امریکايي او بهرنیو ځواکونو د پخواني قوماندان جنرال جان کېمبل نظر هم را اخیستی چې ګنې دا ډول جنایتونه شوي.

ښاغلي کیمبل دا هم ویلي، ډېرو عسکرو دا کار نه دی کړی، خو له دوی یو شمېرو یې که خپله دا جرم نه وي کړی، بلکې نور عسکر یې د دې عمل پر مهال لیدلي دي.

که څه هم د اسټرالیا دفاع وزارت دوه اوونۍ وړاندې په افغانستان کې خپلو عسکرو ته خبرداری ورکړ چې د هغه راپور خپرولو ته له وړاندې چمتو و اوسي، کوم چې د دوی د ځانګړو ځواکونو له‌خوا په افغانستان کې د شویو جنګي جرایمو ته اشاره کوي، خو ډیلي مېل ورځپاڼې د اسټرالیا د دفاع وزارت د چارواکو له قوله لیکلي، د دې راپور د خپرولو په اړه اندېښمن دي.

په ورته وخت کې د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون په جګړه کې هر ډول جنګي او بشر ضد جنایت غندي.

د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون مرکزي دفتر
د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون مرکزي دفتر

دې کمېسیون ازادي راډیو ته په رالېږلې پیغام کې لیکلي: "د جګړې له ټولو غاړو غوښتنه کېږي چې ملکي وګړیو ته هيڅ زیان و نه رسوي، ملکي وګړو ته عمدي او سيسټماټيک زیان رسول او وژل يې د بشردوستانه حقونو د موازينو له مخې منع او جنګي جنايت دی."

د افغانستان د بشر حقونو سازمان بیا د بهرنیو عسکرو له‌خوا د شویو جنګي جرمونو پر وړاندې د قانوني عمل غوښتنه کوي.

لعل ګل لعل
لعل ګل لعل

د دې سازمان رییس لعل ګل لعل وویل: "د دې ډول جنایتونو لپاره چې څلور تعریف شوي نړیوال جنایتونه دي، پخوا زما په جزايي قوانینو کې څه نه و، خو اوس دوه کاله کېږي چې د دې جنایتونو لپاره د جزا په کوډ کې سزا تعریف شوې چې باید مجرمین یې ونیول شي او جزا ورکړل شي. "

که څه هم اسټرالیا په ۲۰۱۷ کال کې وویل چې په افغانستان د خپلو عسکرو د جنګي جرایمو قضیې څېړي او تازه یې په دې اړه د راپور خپرولو ژمنه هم کړې، مګر لا هم په دې اړه نوی خبر نه شته.

په افغانستان کې له ۲۰۰۱ تر ۲۰۱۵ کال پورې ۱۵۰۰ اسټرالیاوي عسکر مېشت و، خو اوس‌مهال دا شمېر نږدې ۵۰۰ ته رسېږي.

XS
SM
MD
LG