د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۰

امریکا او اسټرالیا د امنیتي مسوولیت د دریم پړاو د انتقال هرکلی وکړ


امریکا او اسټرالیا افغان ځواکونو ته د افغانستان د یوې زیاتې برخې د امنیتي مسوولیتونو د سپارلو هرکلی کړی او دا یې مخ پر وړاندې یو مهم ګام بللی.

په پام کې ده له نړیوالو ځواکونو څخه د امنیتي مسوولیتونو د اخیستو په دریم پړاو کې؛ چې ولسمشر حامد کرزي پرون یکشنبې اعلان کړ، د هېواد د قلمرو له څلورو څخه د دریو برخو د امنیت مسوولیت افغان ځواکونو ته سپارل کېږي.


د امریکا ولسمشر بارک اوباما پرون ماښام د ولسمشر حامد کرزي د هغه اعلان هرکلی وکړ؛ چې له مخې يې د هېواد د یوې زیاتې برخې د امنیت مسوولیت افغان ځواکونو ته سپارل کېږي.

له نړیوالو ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته د مسوولیتونو د انتقال په دریم پړاو کې د ټول هېواد په کچه د ۱۲۲ اداري واحدونو د امنیتي چارو مسوولیت افغان ځواکونو ته سپارل کېږي، چې له دې سره به د هېواد د وګړو د پنځه اویا په سلو کې امنیت افغانان په غاړه واخلي او نړیوالو قواوو ته به له افغانستانه د وتلو لاره نوره هم اواره شي.

اوباما په یوه بیان کې د مسوولیتونو د سپارلو دریم پړاو د پیل په اړه د ښاغلي کرزي د اعلان هرکلی وکړ او دا یې په افغانستان کې د نړیوالې ټولنې د اهدافو د بریالیتوب لپاره یو مخ پروړاندې ګام وباله.

ده زیاته کړه، چې د افغان ځواکونو پوځي قابلیت ډېر پیاوړی شوی او له دې سره دا امکان برابر شو؛ چې امنیتي مسوولیتونه په خپل وخت سره له نړیوالې ټولنې څخه افغانانو ته وسپارل شي.

د امریکا دفاع وزیر ″لېون پنېټا″ هم د دې پرمختګ ستاینه کړې او دا یې په افغانستان کې د امریکا د پالیسۍ د بریالیتوب یوه نښه بللې.

پنېټا د افغان امنیتي ځواکونو زیاتېدونکې وړتیا ستایلې او ویلي یې دي؛ چې د مسولیتونو د انتقال نوی پړاو تر پخوانیو هغو ډېرستر ځکه دی؛ چې په عملي کېدو سره به یې د افغانستان د قلمرو له څلورو درې برخې د افغان ځواکونو له خوا اداره شي.

افغان چارواکي وايي، د انتقال دریم پړاو سمدستي پیلېږي او په شپږو میاشتو کې به بشپړ شي؛ خو د ناټو چارواکي اټکل کوي، چې په یوه سیمه کې د انتقال بهیر له یوکال نیولې تر یونیم کاله وخت نیسي.

په همدې حال کې د اسټرالیا صدراعظمې جولیاګېلارډ ویلي، دا چې افغان ځواکونه د افغانستان د یوې زیاتې برخې د امنیت مسوولیت په غاړه اخلي، د پرمختګ یوه رښتینې نښه ده.

د مسوولیتونو د انتقال په دریم پړاو کې ارزګان ولایت هم شامل دی، چې د اسټرالیا څه باندې یونیم زر سرتېري په کې دېره دي. مېرمن ګېلارد وویل، په ارزګان کې د مسوولیتونو انتقال، د هغه پرمختګ نښه ده، چې افغان او اسټرالیايي ځواکونو د امنیت د ټينګولو او افغان ځواکونو ته د پوځي روزنې په برخه کې ترلاسه کړی.

د اسټرالیا صدراعظمې زیاته کړه، اوس چې په ارزګان ولایت کې د مسوولیتونو د انتقال بهیر روان دی، د اسټرالیا پوځي روزونکي او د خاصو عملیاتو قطعې به د افغان ځواکونو ملاتړ ته په داسې حال کې دوام ورکړي؛ چې دوی ګام په ګام د پوځي عملیاتو مشري په غاړه اخلي.

په افغانستان کې د امنیتي مسوولیتونو د سپارلو دریم پړاو، د ناټو د سرمشریزې په درشل کې، چې د مې په شلمه او یوویشتمه نېټه، یعنې د غويي په ۳۱ او د غبرګولي په لومړۍ نېټه په شیکاګو کې جوړېږي پیلېږي.

سپینې ماڼۍ ویلي دي، چې امریکا به په غونډه کې د ناټو د عصري کولو، له نورو هېوادونو سره د شراکت او اړیکو د پیاوړي کولو او له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو د وتلو د جزییاتو د روښانه کولو هڅه وکړي.
XS
SM
MD
LG