د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۵

اسټرالیا د افغان حکومت له خوا د دوی پر تجهیزاتو د مالیې پر وضع غوصه دی


د اسټرالیا د دفاع وزارت پر دې هیواد د تجهیزاتو د ویستلو په خاطر د مالیې د وضع کېدو له امله د افغانستان پر حکومت سختې نیوکې کړي دي.

څلویښت تنه وژلي، له سلو زیات ټپیان، په افغانستان کې تقریباً اوه نیم ملیارده ډالره لګښت، اسټرالیایي مقامات وایي، د افغانستان حکومت سربیره پردې هم له افغانستان د اسټرالیايي پوځیانو د تجهیزاتو پر ویستلو مالیه غواړي.

د اسټرالیا رسنیو د دې هېواد د مقاماتو په حواله ویلي؛ د جمهور رییس کرزي اداري د اسټرالیايي ځواکونو پر هر کانتینر مالیه وضع کړې ده. په دې توګه به دوی مجبور وي چې؛ له افغانستانه د مځکې له لارې د خپلو تجهیزاتو د ویستلو لپاره ۳۵۴۵ ډالره د هر کانتینز پر سر ورکړي.

ویل کیږي، که چېرته دوی تخلف وکړي، نو بیا به جریمه هم ورکوي او که چېرته یې له افغانستانه د ځواکونو تجهیزاتو د ویستلو په ارتباط کومه ستونزه درلوده هم ۱۰۰۰ دالره به پر مالیې وراضافه کیږي.

اوسمهال د اسټرالیا تقریباً ۵۵ کانتینرونه د مالي مسایلو د تصفیې په خاطر د پاکستان سره په پوله کې منتظر دي او کله چې دوی له دې هېواده وځي اسټرالیا به دوه لکه ډالره بیا پاکستان ته ورکوي.

اسټرالیا اوسمهال په افغانستان کې زر پوځیان لري چې؛ ډیر شمېر یې د ارزګان په ولایت کې دي.

د اسټرالیا مقامات وایي، له افغانستانه به خپل ډیر تجهیزات د هوا له لارې وباسي او اوسمهال یې د مځکې له لارې د وسایلو د ویستلو نیت نه دی کړی.

دوی وایي، د دوی تجهیزات به دوبی ته نیژدې د جبل علي د بندر له لارې اسټرالیا ته انتقالیږي.

تراوسه له افغانستان سره د اسټرالیا بلاعوضه مرستې یو میلون ډالرو ته رسیدلی او دې هېواد ژمنه کړې چې له افغانستان سره به مرستو ته دوام ورکړي.
همدا شان په نظر کې ده چې، اسټرالیا خپل ډېره اندازه وسایل په وړیا توګه افغان ځواکونو ته پریږدي.

نو ځکه خو د اسټرالیا خلک او مقامات د افغانستان حکومت ته د مالیې د ورکولو پرسر ډیر غصه دي.

تر دې دمخه ایساف ویلي وو؛ له افغانستان سره د ګمرکي مسایلو پر سر تفاهم ته رسیدلی دی.

د ایساف مقاماتو خبر ورکړی و چې؛ د افغانستان د مالیې وزارت نړېوال ځواکونه له ګمرکي قانون څخه د سرغړاوي له امله اویا میلیونه ډالره جریمه کړی و. خو د افغانستان د وزیرانو شورا د مالیې وزارت د سپارښتنې له مخې تقریباً دوه اونۍ دمخه یوه مصوبه تصویب کړه چې؛ په نتیجه کې یې له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو د ټرانزیټي وسایلو پر انتقال د جریمې مساله مستثنی شوه.

اوس له افغانستان اسټرالیایي ځواکونه د خپلو تجهیراتو د ویستلو لپاره اندیښمن دی. خو افغان مقاماتو په دې اړه لا تر اوسه څه نه دی ویلي.
XS
SM
MD
LG