د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۷

اسټرالیا: افغانستان کې ترهګرۍ سره له مبارزې وروسته نړۍ د تېر پرتله خوندي ده


د اسټرالیا صدراعظم سکاټ مورېسن
د اسټرالیا صدراعظم سکاټ مورېسن

د اسټرالیا صدراعظم سکاټ مورېسن وايي، په افغانستان کې د دوی پوځي حضور د هغو قربانیو ارزښت درلود چې د دوی ځواکونو په دې هېواد کې ورکړي دي.

ښاغلي مورېسن د خپلو هغو عسکرو په درناوي جوړه شوې غونډه کې چې د دې هېواد په تر ټولو اوږده جګړه کې یې د افغانستان دننه ماموریت مخ‌ ته وړی ویلي، دې هېواد کې له ترهګرۍ سره د شل کلنې مبارزې وروسته، نړۍ د تېر په پرتله خوندې ده.

د اسټرالیا د دفاع وزارت له قوله، افغانستان کې د پوځي ماموریت پرمهال د دې هېواد ۴۱ عسکر وژل شوي، خو د راپورونو پر بنسټ، پر سرتېرو یې د ۳۹ بې‌ ګناه افغانانو د وژلو تور هم دی.

خو ښاغلی مورېسن بیا هم د افغانستان د وضعیت او په دې هېواد کې د ترهګرۍ د ګواښ له کبله، د ډېرې پاملرنې غږ کړی.

په افغانستان کې یو اسټرالیايي سرتیری
په افغانستان کې یو اسټرالیايي سرتیری

د اسټرالیا دفاع وزارت د معلوماتو پر بنسټ، اوس‌مهال په افغانستان کې د دې هېواد ۸۰ تنه عسکر شته چې د سېپټمبر تر ۱۱مې به ټول دا هېواد پرېږدي.

په ورته وخت کې د اسټرالیا دفاع وزیر پیټرډاټون که له یوې خوا افغانستان ته د خپلو عسکرو بیا لېږل له امکان لېرې ګڼي، خو خبرداری ورکوي چې دې هېواد کې د ترهګرۍ د له‌منځه وړو لپاره به له هرې شونې لارې ګټه واخلي.

د اسټرالیا دفاع وزیر د افغان ځواکونو پر روزنې، تجهیز او ملاتړ ټینګار کوي، څو د تېرو کلونو لاس‌ته راوړنې وساتي.

د افغانستان حکومت هم مني چې ځواکونه یې له نړیوال ترورېزم سره د جګړې په لومړۍ کرښه کې دي او کولی شي چې د خپلو خلکو او خپلې خاورې ساتنه وکړي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند رحمت‌الله اندړ یې په اړه وايي: "موږ د ترورېزم پرضد د جګړې په لومړۍ کرښه کې یوو او د دې خاورې او خلکو دفاع زموږ مؤقتي مسؤلیت نه، بلکې دایمي مکلفیت دی. امنیتي او دفاعي ځواکونه اوس پر ځان بسیا دي."

اندړ وايي امنیتي او دفاعي ځواکونه اوس پر ځان بسیا دي.
اندړ وايي امنیتي او دفاعي ځواکونه اوس پر ځان بسیا دي.

خو که له یوې خوا د نړۍ امنیت د تېر پرتله خوندي شوی بلل کېږي، بل‌خوا په افغانستان د تاوتریخوالي ګراف پورته تللی.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د وري میاشتې له ۲۵مې نېټې د غويي تر ۵مې، طالبانو د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې شپږ ځانمرګي بریدونه او ۶۲ ماین چاودنې کړي دي.

د دې وزارت له‌قوله، په دې بریدونو کې او چاودنو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۶۳ ملکیان وژل شوي او ۱۸۰ نور ټپیان دي.

کورنیو چارو وزارت وايي، طالبانو یوازې تېرو ۱۱ ورځو کې شپږ ځانمرګي او ۶۲ ماین چاودنې کړي.
کورنیو چارو وزارت وايي، طالبانو یوازې تېرو ۱۱ ورځو کې شپږ ځانمرګي او ۶۲ ماین چاودنې کړي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال سید حامد روشن یې په اړه وايي: "د طالبانو له‌خوا په مختلفو ځانمرګو، مقناطیسي او هدفي وژنو کې زموږ ۶۳ تنه هېوادوال وژل شوي او ۱۸۰ نور ټپیان شوي دي. "

د کورنیو چارو وزارت دغه شان طالبانو ته هم د درنې مرګ‌ ژوبلې اوښتو خبره کوي او وايي، د دې ډلې مهم قوماندان او ډېر غړي یې په وروستیو کې له‌منځه وړي دي.

طالبان بیا ازادي راډیو سره خبرو کې د دوی ‌له‌خوا ملکیانو ته د اوښتې مرګ‌ژوبلې خبره نه مني.

په همدې حال کې د افغانستان د دفاع وزارت هم هره ورځ د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې طالبانو ته د درنې مرګ‌ژوبلې اوښتو ادعا کوي چې د دوی به خبره ډېری یې په هوايي بریدونو کې وژل شوي وي، خو طالبان د تلفاتو دا شمېرې تل رد کړي.

XS
SM
MD
LG