د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۵

سي پي جی: طالبان باید د واشنګټن پوسټ خبریالې ته د فعالیت اجازه ورکړي


د واشنګټن پوسټ نښان
د واشنګټن پوسټ نښان

د خبریالانو د خوندیتوب نړیواله کمېټه وايي، طالب چارواکي باید د واشنګټن پوسټ خبریالې سوزانا جورج ته اجازه ورکړي چې افغانستان ته لاړه شي او خپل ژورنالیستیک کار ته دوام ورکړي.

په افغانستان کې د طالبانو له خوا پر خبریالانو او رسنیو د بندیزونو د دوام په اړه اندېښنې رامنځته شوي دي.

د خبریالانو د خوندیتوب نړیواله کمېټه وايي، طالب چارواکي باید د رسنیو د محدودولو لپاره خپلې ټولې هڅې ودروي.

دغې کمېټې د پنجشنبې په ورځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره پر رسنیو د لګول شویو بندیزونو په اړه اندېښنه څرګنده کړه او له طالب چارواکو یې وغوښتل چې د واشنګټن پوسټ خبريالې 'سوزانا جورج' ته اجازه ورکړي چې افغانستان ته ولاړه شي او خپل ژورنالیستیک کار ته دوام ورکړي.

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې د واشنګټن پوسټ د ایدیټرې 'سالي بسبي' له خولې ویلي چې د طالبانو حکومت د دې ورځپاڼې خبریاله سوزانا جورج افغانستان ته له ورتګ منع کړې ده.

د خبریالانو د خوندیتوب د کمېټې د اسیا برخې همغږي کوونکي 'بای لی يي' وايي: "یوازې د راپور ورکولو لپاره د خبریالانو نیول او محدودول بې مانا دي او طالبان باید د خبریالانو له ځورولو لاس واخلي او د رسنیو غړو ته اجازه ورکړي چې په آزاده توګه کار وکړي."

واشنګټن پوسټ ورځپاڼه هم تاییدوي چې د طالبانو حکومت د دې ورځپاڼې خبریالې 'سوزانا جورج' ته اجازه نه ده ورکړې چې افغانستان ته راشي.

د ورځپاڼې مخکښې ایدیټرې 'سالي بسبي' د پنجشنبې په ورځ په یوه بیان کې وویل چې د پاکستان او افغانستان لپاره د واشنګټن پوسټ د دفتر مشرې سوزانا جورج ته طالبانو خبر ورکړی و چې هغه په افغانستان کې دننه له راپور ورکولو منع شوې ده.

سالي بسبي په خپل بیان کې زیاته کړه چې د مېرمن جورج وروستی کاري سفر افغانستان ته د ۲۰۲۱ کال په نومبر کې و او اوس دغه اداره هڅه کوي چې د افغانستان د پوښښ لپاره بل څوک وټاکي.

دا اندېښنې په داسې حال کې راپورته کېږي چې یو افغان خبریال مرتضی بهبودي چې د فرانسې تابعیت هم لري له سلو ورځو راهیسې د طالبانو په بند کې دی.

د مرتضی بهبودي مېرمنې الکساندر مستواجا له ازادي راډیو سره په خبرو کې ویلي چې د مرتضی بهبودي وضعیت اندېښمنه کړې او له طالبانو غواړي چې هغه خوشې کړي.

هغې وویل: "زه د هغه د فزیکي او رواني حالت په اړه اندېښمنه یم، نه پوهېږم چې څنګه دی. طالبان دې هغه خوشې کړي، ژورنالیزم جرم نه دی او هېڅ جرم یې نه دی کړی، زه غواړم هغه وګورم او د هغه غږ واورم."

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ریچارډ بېنیټ د طالبانو له زندانونو نه د څه باندې ۲۴۰۰ بندیانو خوشې کېدو او د کوچني اختر په ورځ د ۴۸۱ نورو کسانو د سزا کمولو ته په اشارې سره له طالبانو غوښتي چې د مرتضی بهبودي او مطیع الله ویسا په څېر خلک ازاد کړي.

په افغانستان کې د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ریچارډ بېنیټ
په افغانستان کې د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ریچارډ بېنیټ

ومو غوښتل چې د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد څخه د زنداني فعالانو او ژورنالیستانو او افغانستان ته د واشنګټن پوسټ د خبریال د راتګ د مخنیوي په اړه وپوښتو، خو هغه د دغه راپور تر خپرېدو د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې.

په ورته وخت کې د افغانستان د خبریالانو مرکز په افغانستان کې د رسنیو او خبریالانو د اوسني وضعیت په اړه اندېښنه څرګندوي.

سمیه وليزاده
سمیه وليزاده

د دغه مرکز د عدالت غوښتنې کمېټې مسوولې سمیې وليزادې ازادي راډيو ته وویل: "د رسنیو د قانون له مخې هېڅ شخص نه شي کولای د ازادو رسنیو له خوا د راپورونو او معلوماتو د چمتو کولو مخه ونیسي، خو له بده مرغه چې موږ د نیول کېدو شاهدان یو او هغه هم د طالبانو له خوا د خبريالانو بندي کول. اوسمهال د مرتضي په ګډون دوه خبريالان په بند کې دي."

د ۲۰۲۱په اګست کې کله چې طالبان افغانستان ته د بیا راغله د رسنیو او خبریالانو پر کار ډېر محدودیتونه وضع شوه.

له بلې خوا د اقتصادي لاملونو او د طالبانو د محدودیتونو له امله یو شمېر رسنیو خپل فعالیتونه بند کړي او یو شمېر خبریالان هم بې کاره شوي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG