د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۸

د افغانستان د ځینو رسنیو کارکوونکي: د پخوا په څېر د اختر ځانګړې خپرونې نه لرو


په افغانستان کې د یوې رسنۍ نیوز روم
په افغانستان کې د یوې رسنۍ نیوز روم

د افغانستان د کورنیو رسنیو یو شمېر کارکوونکي وایي، د تېرو کلونو په څېر دې اختر کې ځانګړې خپرونې نه لري.

اوس چې طالبان په افغانستان بیا واکمن دي نو کورنۍ رسنۍ ځانګړې خپرونې نه لري.

د یوې کورنۍ رسنۍ د تفریحي خپرونو مسوول چې د موضوع د حساسیت له امله یې ونه غوښتل نوم یې په راپور کې واخیستل شي ازادي راډیو ته وویل، د طالبانو له خوا پر رسنیو لګول شوي بندیزونه لامل شوي چې دوی ونه شي کړای د تېرو کلونو په څېر د اختر ځانګړې خپرونې جوړې کړي.

هغه وویل: "محدودیتونه ډېر دي. نه شو کولای هغه خپرونې چې خلک يې له مونږ غواړي یا هغه خپرونې چې د رسنیو پالیسي تقاضا کوي ولرو. له بده مرغه موږ هغسې خپرونې نه شو جوړولای."

کنسرتونو، سندرغاړو سره مرکو، تمثیلي او نورو خوښونکو او خندونکو پروګرامونو په تېرو اخترونو کې په افغانستان کې د کورنیو رسنیو د خپرونو محتوا جوړوله.

ارشیف: افغان سندرغاړې په کابل کې د کنسرت پر مهال. October 19, 2013
ارشیف: افغان سندرغاړې په کابل کې د کنسرت پر مهال. October 19, 2013

رسنیو به میاشت، نیمه مخکې دا خپرونې جوړولې.

د لمر او ارکوزیا راډيو مدیر رضوان لرمل وایي، په دې اختر کې هم دوی ځانګړې اختريز پروګرامونه لري، خو په خبره یې د تېر سره توپیر لري.

هغه وویل: "لمر، ارکوزیا او نورې رسنۍ چې موږ یو ځای فعالیت کاوه، د اختر ځانګړې خپرونې به مو درلودلې، خو اوس د پخوا په څېر نه دي، نسبت پخوا ته فرق لري، خو پخوا به مو هغه څه چې له هېواده بهر په نورو ځایونو کې ثبت او ریکارډ کېدل خپرول، اوس مونږ په ولایتونو کې ځني خپرونې جوړې کړې دي."

په ننګرهار ولایت کې د شرق تلوېزیون د نشراتو مدیر نجیب ساحل وایي، د تېرو کلونو د اختر د خپرونې وخت یې اوس دیني او ادبي پروګرامونو ته ورکړی.

ساحل وویل: "موږ د اختر لپاره د تېر په څېر پروګرامونه نه لرو د پخوا په شان تفریحي خپرونې دومره نه شته، خو یو څه پروګرامونه مو برابر کړي دي خپلو همکارانو سره او بېرون په ځینو ولایتونو کې. دننه په سټډیو کې مو د خپلو همکارانو تر څنګ یو څو دیني عالمان هم راغوښتي دي چې د هغوی سره داختر د اهمیت په اړه خبرې وکړو."

د اختر ورځې د خوشحالیو ورځې دي او دا ورځې په کورونو کې تر ډېره هم کوربانه او هم مېلمانه خوښوي چې د یو بل تر څنګ د موسیقۍ پروګرامونه واوري.

خو د طالبانو حکومت کورنیو رسنیو ته د داسې خپرونو د جوړولو او خپرولو اجازه نه ورکوي.

دوی مخکې له رسنیو د موسیقۍ په خپرولو بندیز لګولی او تازه په دې اړه یې د حکومت ویاندویانو زمونږ پوښتنې ځواب نه کړې.

د افغانستان د خبریالانو مرکز مخکې ویلي وو چې د دغه مرکز د څېړنو پر بنسټ د شاوخوا ۶۰۰ تصویري، غږیزو، چاپي او انلاین رسنیو له نیمايي زیاتې د طالبانو له بیاځلې واکمنېدو ورسته تړل شوي، سلګونو خبریالانو او د رسنیو کارکوونکو هېواد پرېښی او ښځینه خبریالانې څنډې ته شوې دي.

د دې تر څنګ طالبان له بیا ځلي واکمنېدو مخکې په کندهار کې د کمېډين نظرمحمد خاشه او تر واکمنېدو وروسته په بغلان کې د سیمه ییز سندرغاړي فواد اندرابي د وژل کېدو مسوول پېژندل شوي، خو دوی په رسمي یا غیر رسمي ډول دا دوه وژنې نه منلي او نه یې هم رد کړې دي.

د کندهار کمېډین نظرمحمد خاشه چې ویل کېږي د طالبانو له لوري وژل شوی، خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د کندهار کمېډین نظرمحمد خاشه چې ویل کېږي د طالبانو له لوري وژل شوی، خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د دې تر څنګ لسګونه نورو هنرمندان چې د رسنیو د اختر په ځانګړو خپرونو کې به یې د خلکو په شونډو موسکا راوستله، واک ته د طالبانو له بیا ځلي رسېدو ورسته یې هېواد پرېښی دی.

د افغانستان د موسیقۍ انسټېټوټ نېږدې ټول زده کوونکي دا مهال په پرتګال کې دي او هلته یې خپل فعالیتونه پیل کړي چې وخت په وخت یې د هنري پرورګرامونو په اړه خبرونه خپرېږي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG