د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۱

سرچینه: طالبانو کابل کې پر تمدن تلوېزیون برید کړی


د تمدن تلوېزیون لوګو
د تمدن تلوېزیون لوګو

په تمدن خصوصي تلوېزیون کې یوې سرچینې ازادي راډیو ته ویلي، لس تنه وسله وال چې ځانونه یې د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت ځواکونه معرفي کړي وو د سې شنبې په مازدیګر یې پر دغه تلوېزیون برید کړی.

په تمدن خصوصي تلوېزیون کې یوې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم او غږ يې په راپور کې خپور شي، ازادي راډیو ته وویل چې د سې شنبې په ورځ د مازدیګر په ۴ نیمو بجو لس تنه وسله وال چې ځانونه یې د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت ځواکونه معرفي کول، پر دغه تلوېزیون برید وکړ.

سرچینه وایي، دا کسان د ډار په خپرولو سره د تلوېزیون ودانۍ ته دننه شول، د رسنۍ ټول کارکوونکي یې په یوه تالار کې راټول کړل او د کار اجازه یې نه ورکوله.

سرچینه دغه شان وايي، دغو کسان نیم ساعت وروسته ولاړل، خو د دې رسنې درې موټرې یې هم له ځانه سره یوړې.

سرچینه زیاتوي، دوی د طالبانو له حکومت غوښتي چې دا موضوع وڅېړي، خو په خبره یې تر اوسه دوی ته وضاحت نه دی ورکړل شوی.

د ازادي راډیو خبریال هم په دې اړه د طالبانو د حکومت د ویاند ذبیح الله مجاهد او د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور وپوښت، خو دوی د راپور تر خپرېدو پورې پوښتنې ځواب نه کړې.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د خبریالانو مرکز نن د یوې اعلاميې په خپرولو سره، تمدن تلوېزیون ته ډله ییز ننوتل، له کارکوونکو سره یې له تاوتریخوالي ډک چلند او د موترو وړل یې، یو خپلسری عمل او د رسنیو له قانون څخه سرغړونه بللې ده.

دې مرکز له یادو کسانو د طالب ځواکونو په توګه یادونه کړې ده.

د افغانستان د خبریالانو د مرکز د اړیکو او عدالت غوښتنې کمېټې مسوولې سمیې ولیزاده ازادي راډیو ټه په خبرو کې وویل چې دغه مرکز د طالبانو له حکومت د وضاحت غوښتنه کړې ده.

هغې وویل: "د افغانستان د ننه د طالبانو له خوا د رسنو ګواښول او پرې برید کول د رسنیو له قانون څخه ښکاره سرغړونه ده، د خبریالانو مرکز له وسله والو طالبانو غوښتي چې د برید کولو لاملونه روښانه کړي او د ورته پېښو د تکرار مخه دې ونیسي او که له رسنیو کومه سرغړونه کېږي نو د رسنیو د کمېسیون له خوا دې وڅېړل شي."

په ورته وخت کې د افغانستان له ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې یا نی ازادي راډيو ته وویل چې دا موضوع یې د طالبانو حکومت له چارواکو سره شریکه کړې او تر څېړنې لاندې ده.

دغه بنسټ اجراییوي رییس ظریف کریمي ازادي راډيو ته وویل: "موږ د دې موضوع په اړه له دوو، درېیو مرجعو سره خبرې کړي، څو د دې چلند په اړه څېړنه وشي او وضاحت ورکړل شي."

د یادونې ده، د تمدن په نوم دا خصوصي رسنۍ چې اوس هم په افغانستان کې فعالیت لري، ډېری خپرونې یې اسلامي دي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي چې مخکې تر دې د طالبانو حکومت استخباراتو رسنیو ته امر کړی و چې سریالونه دې، هغه که اسلامي محتوا هم ولري نه خپروي.

د طالبانو د حکومت ویندویانو تل ویلي چې دوی د اسلام شریعت په چوکاټ کې د بیان ازادۍ او د رسنیو فعالیتونو ته ژمن دي.

تر دې مخکې د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې د تېرې دوشنبې په ورځ د ازادي راډيو او امریکا غږ راډیو د ویبپاڼو بندېدو ته په اشارې سره له طالبانو غوښتي وو چې په افغانستان کې د خبري رسنیو سانسور بند کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د خبریالانو د مرکز د راپور پر بنسټ چې د ۲۰۲۲ کال ډسمبر په ۳مه خپور شوی دی، په تېر یو کال کې د رسنیو او خبریالانو له ازادۍ څخه د سرغړونې ۲۶۰ قضیې ثبتې کړي چې په کې د خبریالانو ګواښول، نیول او دوی سره له تاوتریخوالي ډک چلند هم شامل دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG