د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۷

اسلام‌اباد کې درې اړخيزه غونډه؛ زرداري د افغانستان ثبات د سیمې لپاره مهم وباله


د عکس ښي لور ته د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي، منځ کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري او چپ لور ته د چین د بهرنیو چارو وزیر ګانګ.
د عکس ښي لور ته د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي، منځ کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري او چپ لور ته د چین د بهرنیو چارو وزیر ګانګ.

د طالبانو، پاکستان او چین د بهرنیو چارو وزیرانو پرون په اسلام اباد کې په خپلو کې د همکاریو پر پراختیا بحث وکړ.

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي چې حکومت یې د نړۍ د یوه هېواد له‌خوا هم په رسمیت نه‌دی پېژندل شوی، د پاکستان او چین د بهرنیو چارو له وزیرانو بلاول بوټو زرداري او چین ګانګ سره پر اقتصادي همکاریو، امن، ثبات دغه راز نورو مسایلو خبرې وکړې.

په اسلام‌اباد کې تر پرونیو لیدنو کتنو وروسته د پاکستان او چین د بهرنیو چارو وزیران په یوه ګډ خبري کنفرانس کې راڅرګند شول، خو امیرخان متقي په‌کې حضور نه درلود.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري د افغانستان ثبات د سیمې لپاره مهم وباله.

نوموړي وويل: "په سیمه کې د ټولنیز او اقتصادي پرمختیا، اتصال او سوکالۍ لپاره د افغانستان سوله او ثبات لا هم حیاتي اهمیت لري. موږ به له نورو شریکانو سره یوځای د یوه سوله‌ییز، باثباته، سوکاله او متحد افغانستان لپاره خپل کار ته دوام ورکړو."

په اسلام‌اباد کې تر پرونیو لیدنو کتنو وروسته د پاکستان او چین د بهرنیو چارو وزیران په یوه ګډ خبري کنفرانس کې راڅرګند شول، خو امیرخان متقي په‌کې حضور نه درلود.
په اسلام‌اباد کې تر پرونیو لیدنو کتنو وروسته د پاکستان او چین د بهرنیو چارو وزیران په یوه ګډ خبري کنفرانس کې راڅرګند شول، خو امیرخان متقي په‌کې حضور نه درلود.

د چین رسنۍ وايي، د چین د بهرنیو چارو وزیر چین ګانګ پرون د طالبانو د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیرخان متقي سره په کتنه کې د متقابلو ګټو د اصولو له مخې د چین، افغانستان او پاکستان ترمنځ د همکاریو لپاره د ډیالوګ دوام غوښتنه وکړه.

متقي چې د طالبانو د یوه هیئت مشري کوي، د جمعې په ورځ په څلور ورځني سفر اسلام‌اباد ته لاړ.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد پرون ویلي چې متقي د پاکستان او چین د بهرنیو چارو له وزیرانو سره په جلاجلا کتنو کې پر اقتصادي همکاریو، سیاسي او ټرانزیټي مسایلو یې بحث وکړ.

طالبانو هڅه کړې چې د ځینو نورو هېوادونو تر څنګ له پاکستان او چین سره ښې اړیکې ولري او هلته یې افغان سفارتونو ته خپل استازي ورلېږلي دي.

د چین او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو پروني کنفرانس ته په وینا کې د طالبانو له‌خوا لګول شویو محدودیتونو ته اشاره ونه کړه چې په افغانستان کې یې نجونې او ښځې له تعلیم، لوړو زده‌کړو او په بهرنیو ادارو کې له کاره منع کړي دي.

د چین د بهرنیو چارو وزیر چین ګانګ وویل، هیله‌من دی طالبان په افغانستان کې ټولشموله حکومت جوړ کړي او د معتدلو سیاستونو له خپلولو سره له ګاونډیانو سره دوستانه اړیکې وساتي.

د جمعې په ورځ هم د هند په بندر ښار ګووا کې د شکانګهای د همکاریو سازمان د غونډې پر مهال د هند، روسیې او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو له طالبانو د ټولشموله حکومت د جوړولو او د حقونو ته د درناوي غوښتنه کړې وه.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG