د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۳۲

ملګرو ملتونو امیرخان متقي ته د پاکستان د سفر اجازه ورکړې


د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي
د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي

د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې پر طالبانو د بندیزونو کمېټې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي ته اجازه ورکړې چې پاکستان ته سفر وکړي.

يادې کمېټې موافقه کړې چې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي ته به اجازه ورکړي چې راتلونکې اوونۍ د پاکستان او چین د بهرنیو چارو له وزیرانو سره وګوري.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، په ملګرو ملتونو کې د پاکستان دایمي استازي له يادې کمېټې په یوه لیک کې غوښتنه کړې چې متقي ته د پاکستان د سفر او هلته د پاکستان او چین د بهرنیو چارو وزیرانو سره د درې اړخیزې لیدنې اجازه ورکړل شي.

په دغه لیک کې دا هم لیکل شوي چې متقي به د روانې مې میاشتې له ۶مې نه تر ۹مې نېټې پورې پاکستان ته سفر وکړي.

د امنیت شورا د بندیزونو کمېټې د معلوماتو پر بنسټ، متقي له ډېرې مودې راهیسې د سفر له بندیز سره مخ دی.

په لیک کې ویل شوي چې پاکستان به د متقي د سفر ټول لګښتونه ورکړي.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل د سه‌شنبې په ورځ پر خپله ټوېټر پاڼه ولیکل، د روانې اوونۍ په پای کې به د امیرخان متقي په مشرۍ یو هر اړخیز سیاسي او سوداګریز پلاوی د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد ته ولاړ شي.

نوموړي رسنیو ته په یوه استول شوي ویډیويي پیغام کې ویلي: "د افغانستان حکومت غواړي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د دوه اړخیزو سیاسي، سوداګریزو، سیمه‌ییز ثبات او ترانزیټي اړیکو په اړه هراړخیزې خبرې وکړي. د دې ترڅنګ به د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان، چین او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو په شپږمه درې اړخیزه غونډه کې هم ګډون وکړي. د دغه سفر په ترڅ کې به د افغانستان او چین د بهرنیو چارو وزیران هم دوه اړخیزې خبرې وکړي."

چینایي او پاکستاني چارواکو په تېرو وختونو کې ویلي چې، دوی به د طالبانو په مشرۍ افغانستان د څو ميلیارد ډالرو په ارزښت د چین - پاکستان اقتصادي دهلیز په پروژه کې د شاملېدو هرکلی وکړي.

د سیاسي چارو یو کارپوه او په پاکستان کې د افغانستان د سفیر پخوانی مرستیال زردشت شمس وايي، د طالبانو حکومت دا مهال په نړۍ کې تر ټولو په انزوا کې پروت هېواد دی او پاکستان د طالبانو له دې مجبوریته ګټه پورته کوي.

د سیاسي چارو یو کارپوه او په پاکستان کې د افغانستان د سفیر پخوانی مرستیال زردشت شمس
د سیاسي چارو یو کارپوه او په پاکستان کې د افغانستان د سفیر پخوانی مرستیال زردشت شمس

نوموړی وايي: "له یوې خوا طالبانو ته دا پیغام ورکوي چې پاکستان له نړۍ سره ددوی اړیکې پالي او له بلې خوا نړۍ ته دا ښيي چې یوازینی هېواد چې د طالبانو په ژبه پوهېږي او یو څه نفوذ پرې لري هغه پاکستان دی. اوسنی وضعیت د پاکستان د ستراتېژیکې ژورتیا د بدنامې پالیسۍ یوه برخه ده چې وروسته له دې دوی غواړي د افغانستان د سیاسي او ډیپلوماټیکو برخو کې هم نفوذ ولري لکه څنګه یې چې په نظامي او استخباراتي برخو کې تر نفوذ لاندې دي."

د ملګرو ملتونو امنیت شورا تېر کال پر طالبانو د بندیزونو د څارنې ډلې ماموریت د یوه بل کال لپاره هم وغځاوه.

دا مهال طالبان د ملګروملتونو د امنیت شورا د ۱۹۸۸ او ۲۰۱۱ کلونو د پرېکړو پر بنسټ د بندیزونو په هغه لېست کې دي چې د القاعدې په ګډون د ځینو نورو جنایتکارو ډلو او نشه یې توکو د قاچاقبرانو نومونه په‌کې دي او دوی یادې ډلې او کسان د افغانستان امنیت او سولې ته ګواښ بولي.

XS
SM
MD
LG