د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۱۳

د پاکستان دفاع وزير: افغانستان کې د ترهګرو پر پټن‌ځايونو بريدونه کوو


د پاکستان د دفاع وزي خواجه محمد اصف
د پاکستان د دفاع وزي خواجه محمد اصف

د پاکستان د دفاع وزیر وايي، د فبرورۍ په میاشت کې یې کابل ته د خپل سفر پر مهال د طالبانو مشرانو ته خبرداری ورکړی و، چې که د پاکستان ضد جنګیالیو مخه ونه نیول شي، نو په افغانستان کې به د "ترهګرو پر پټن‌ځایونو" بریدونه وکړي.

خواجه محمد اصف امریکا غږ سره په خپله وروستۍ مرکه کې ویلي، د فبرورۍ په میاشت کې یې کابل ته د خپل سفر په ترڅ کې د طالبانو مشرانو ته یادونه وکړه چې، د پولې په اوږدو کې باید په خپلو امنیتي ژمنو عمل او د ترهګرو مخنیوی وکړي، څو د افغانستان خاوره په پاکستان کې د بریدونو لپاره ونه کاروي.

هر چېرې چې «ترهګر» او د دوی پټن‌ځایونه د افغانستان په خاوره کې وي، موږ به دوی ته ضربه ورکړو.
خواجه محمد اصف

هغه زیاته کړه: "که دا کار ترسره نه‌شي، نو په یوه وخت کې به موږ باید داسې اقدامات وکړو چې هر چېرې چې «ترهګر» او د دوی پټن‌ځایونه د افغانستان په خاوره کې وي، موږ به دوی ته ضربه ورکړو. موږ باید دا کار ترسره کړو، ځکه چې موږ دا حالت د اوږدې مودې لپاره نه‌شو زغملای."

پاکستان ادعا کوي چې، څو کاله وړاندې په قبایلي سیمو کې د پاکستان له پوځي عملیاتو وروسته د تحریک طالبان پاکستان مشرتابه افغانستان ته تښتېدلی او اوس له دغه هېواد څخه پر پاکستان بریدونه کوي.

د ټي‌ټي‌پي وسله‌وال
د ټي‌ټي‌پي وسله‌وال

ښاغلي اصف ادعا وکړه چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت مشرتابه د پاکستان وروستي خبرداري ته "ښه" ځواب ورکړی او باور لري چې دوی هڅه کوي له TTP یا پاکستاني طالبانو جلا شي.

په دې اړه مو د طالبانو حکومت له وياند ذبيح‌الله مجاهد څخه وپوښتل، هغه ځواب ورنه‌کړ، خو هغه تر دې مخکې څو ځلې ټينګار کړى، چې هيچاته به اجازه ورنه‌کړي، چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکاروي.

نوموړي په دغه هیواد کې د پاکستاني طالبانو او د هغوی د پټن‌ځایونو شتون ادعاوې هم رد کړي.

خو د امریکايي ورځپاڼې، والسټریټ ژورنال د ۲۰۲۲ کال د راپور له مخې د پاکستاني طالبانو مشر نور ولي محسود ویلي چې، دوی د افغان طالبانو له کوم مقاومت او مخالفت سره مخامخ نه‌دي.

په پاکستان کې پخوانی افغان ډیپلومات او د سیاسي چارو پوه احمد سعیدي وايي، پاکستان له ټي‌ټي‌پي سره د اوربند د ټینګښت لپاره په افغانستان کې د طالبانو حکومت د نه همکارۍ له امله مایوسه شوی او هوډ لري، د دوی پر پټن‌ځایونو که چېرته د افغانستان په خاوره کې وي بریدونه وکړي.

احمد سعيدي
احمد سعيدي

خو یو بل سیاسي کارپوه تمیم عاصي وايي، پاکستان له اقتصادي پلوه چمتو نه‌دی، په افغانستان کې دننه له تحریک طالبان پاکستان سره مقابله او مخامخ جګړه وکړي.

تمیم عاصي له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، پاکستان اوس هم په افغانستان کې د طالبانو پر حکومت د فشار راوړلو وسیلې لري.

"پاکستان له اقتصادي پلوه اوږدې مودې جګړې ته چمتو نه‌دی
تميم عاصي

ښاغلی عاصي وايي: "پاکستان له اقتصادي پلوه اوږدې مودې جګړې ته چمتو نه‌دی او په عین حال کې به یې منځنۍ اسیا ته سوداګري او لاس‌رسی محدود شي. په پاکستان کې به پوځي او امنیتي ستونزې زیاتې او ګډ وډي به رامنځته شي. پاکستان نه‌غواړي چې نیابتي جګړې ته ولاړ شي او له تحریک طالبان پاکستان سره مستقیمه مقابله وکړي، په عین حال کې مقابله به په افغانستان کې هم نا امني زیاته شي."

د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې د طالبانو له بیا ځلي واکمنېدو وروسته، پاکستان د تحریک طالبان پاکستان یا TTP له‌خوا د ترهګریزو بریدونو د زیاتوالي شاهد و.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت تر دې مخکې د پاکستان حکومت او پاکستاني طالبانو ترمنځ د اختلافاتو د هواري لپاره منځ‌ګړیتوب کړی و، چې په نتیجه کې یې د پاکستان حکومت او ټي‌ټي‌پي ترمنځ لنډ مهاله اوربند وشو او طالبانو حکومت د دې هڅو موخه، خواخوږي او په سیمه کې د ثبات تامينول بللي وو.

پاکستاني طالبانو د ۲۰۲۲ کال په نومبر میاشت کې څو میاشتینی اوربند مات کړ او د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې یې خپل بریدونه بیا پیل کړل.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG