د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۲ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۱

تورخم دروازه کې ولې د لانجو راپورونه ورکړل شوي؟


د تورخم دروازه
د تورخم دروازه

په وروستیو ورځو کې څو وارې د تورخم دروازې د تړل کېدو او بیا په مشروط ډول پرانیستل کېدو خبرونه ورکړل شوي دي.

دغه دروازه د سلواغې یا دلوې پر ۲۹مه د طالبانو له خوا وتړل شوه چې طالبانو یې علت د پاکستان له خوا د ژمنو نه عملي کېدل ښوولي وو.

په دې اړه وضاحت نه و ورکړل شوی چې پاکستان کومې ژمنې کړې وې.

کله چې تېره چهارشنبه د پاکستان یوه هیئت کابل ته سفر وکړ، په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت چې د طالبانو په کنټرول کې دی، تېره پنجشنبه د دې دروازې د پرانیستل کېدو خبر ورکړ.

خو د دې خبر تر خپرېدو څو ساعته وروسته دغه دروازه بېرته وتړل شوه او وروسته وویل شول چې دغه دروازه په مشروط ډول پرانیستل شوې ده.

زموږ همکار د باور غورځنګ له مشر نجیب ازاد نه د مرکې په پیل کې پوښتنه کړې، چې تورخم دروازه کې ولې په وروستیو کې د لانجو خبرونه ورکړل شوي؟

د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG