د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۷

الکوزی: د تورخم لارې بندېدو له امله هره ورځ دواړه لوريو ته لس مليونه افغانۍ زيان اوړي


خان جان الکوزی
خان جان الکوزی

د تورخم لار، چې شاوخوا ۵ ورځې وړاندې د طالبانو حکومت بنده کړې وه، پرون بېرته پرانیستل شوه خو، له څو ساعتونو وروسته پاکستان وتړله.

تورخم د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تګ راتګ او ترانزیت تر ټولو مهمه لار ګڼل کېږي.

د دې لارې د بندېدو له کبله سلګونه کانتینره دواړو خواو ته انتظار ولاړ دي.

عصمت څاروان د تورخم دروازې د بندېدو له کبله سوداګرو ته د مالي تاوانونو او د دواړو هېوادونو پر سوداګرۍ د هغه د اغېز په اړه د افغانستان د سوداګري خونو او پانګونې له مرستیال خان جان الکوزي سره مرکه کړې او لومړی یې ورڅخه پوښتلي چې د تورخم د بندېدو له کبله افغان سوداګرو ته څومره زیان اوښتی دی؟

دا مرکه د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:40 0:00
XS
SM
MD
LG