د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۰

د تورخم دروازه د تګ راتګ پر مخ بېرته وتړل شوه


د تورخم دروازه، ارشیف
د تورخم دروازه، ارشیف

د طالبانو د ننګرهار ولايت چارواکي وايي، د طالبانو له لوري د تورخم دروازې تر خلاصېدو وروسته پاکستاني لوري ياده دروازه بېرته تړلې ده.

د ننګرهار ولايت مقام له مطبوعاتي دفتر خپره شوې خبرتيا کې ويل شوي دي، خلک دې تر بلې خبرتيا پورې د تورخم پر دروازه له تګ راتګ ډډه وکړي.

د تورخم دروازې د بېرته تړل کېدو خبر داسې مهال ورکول کېږي چې کابل ته د پاکستان د لوړ پوړي امنيتي پلاوي له راتګ وروسته اسلام اباد کې د افغانستان سفارت خبر ورکړ چې نن پنجشنبه به د تورخم دروازه د تګ راتګ لپاره خلاصه شي.

تر اوسه د پاکستان له لوري د تورخم دروازې د بېرته تړل کېدو لامل نه‌دی په ډاګه شوی.

XS
SM
MD
LG