د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۲ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۰

د تورخم دروازې په مشروط ډول پرانيستل کېدل؛ خلک: دروازه دې ټولو مسافرو لپاره پرانيستل شي


د تورخم دروازې د پرانيستل کېدو انځور
د تورخم دروازې د پرانيستل کېدو انځور

د ننګرهار ولایتې ادارې په یوې خبرپاڼې کې ویلي چې، دغه لاره د دواړو خواو د پلاو له پرله‌پسې ناستو وروسته د هغو افغانانو او پاکستاني مسافرو پر مخ خلاصه شوه چې دواړه خواو ته بند پاتې و.

۳۵ کلنه ګل‌بشره د غزني ولایت اوسېدونکې ده.

نوموړې چې د ځان او خپل خاوند د درملنې لپاره غواړي پاکستان ته لاړه شي وايي، د تورخم دروازې بندېدو یې ستونزې زیاتې کړي.

د هغې په خبره، خاوند یې سخته ناروغي لري او د هرې ورځې په تېرېدو سره یې درد زیاتیږي.

نوموړې ازادي راډیو ته وویل: "زه هم ناروغه یم او خاوند مې هم. غوښتل مې له خپل زوی سره د تورخم دروازې لارې پاکستان ته د تداوۍ لپاره لاړ شو، خو دغه لاره بنده ده او موږ په سخته ستونزه کې یو، له اسلامي امارت نه مې غوښتنه ده چې دغه لاره ژر تر ژره خلاصه کړي تر څو مریضان د تداوۍ لپاره پاکستان ته لاړ شي."

د تورخم دروازه، ارشيف
د تورخم دروازه، ارشيف

خو دا یوازې ګلبشره نه‌ده، ښايي د دې په څېر سلګونه نور داسې کورنۍ هم وي چې غواړي پاکستان ته د درملنې لپاره لاړشي.

اوس تازه د ننګرهار مقام ولایت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې، د تورخم دروازه په مشروط ډول پرانیستل شوې.

په دغه خبرپاڼه کې لیک شوي چې، د پرله‌پسې ناستو وروسته دواړو خواو دا پرېکړه وکړه چې له پاکستانه به افغانستان او له افغانستانه به هاخوا یوازې پاکستاني او افغان مسافرین پرېښودل کېږي.

د خبرپاڼې په حواله، تر هغې چې دغه لاره د ټرانزیټ او مسافرو پرمخ په بشپړه توګه نه وي خلاصه شوي دغې دروازې ته دې څوک د ورتګ هڅه نه‌کوي.

کابو پنځه ورځې وړاندې د تورخم دروازه د طالبانو له‌خوا بند شوه چې کابل ته د یو لوړ پوړي پاکستاني پلاوي تر سفر وروسته بیا دغه دروزاه د لنډې مودې لپاره پرانیستل شوې وه.

خو وروسته بیا داسې راپورنه خپاره شول چې دغه لاره د دویم ځل لپاره پاکستان حکومت د تګ راتګ پر مخ وتړله.

له دې وړاندې هم د تورخم دروزاه د تېر جمهوري نظام او پاکستاني حکومت د سیاسي او اقتصادي ستونزو له امله په ځلونو تړل شوې وه، چې ډېری زیان د دواړو ملکونو سوداګرو ته اوښته.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG