د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۲ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۱

کابل ته د پاکستاني پلاوي پر سفر د نړيوالو ورځپاڼو تبصرې


کابل کې پاکستانی پلاوی له طالب چارواکو سره
کابل کې پاکستانی پلاوی له طالب چارواکو سره

مېل انلاین ورځپاڼه:

مېل انلاین ورځپاڼې افغانستان ته د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد اصف په مشرۍ د پلاوي سفر ته پام اړولی او لیکي، دغه سفر داسې مهال ترسره کېږي چې د پاکستان او د طالبانو د حکومت ترمنځ کړکېچ زیات شوی دی.

دغه پلاوي د طالبانو د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په ګډون د طالبانو له یو شمېر جګپوړیو چارواکو سره کتلي دي.

دا په داسې حال کې چې د تورخم دروازه له تېرو څو ورځو راهیسې د مسافرو، موټرو او ټرانزیت پر مخ تړلې ده.

ورځپاڼې د افغانستان – پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې د رئیس ضیاالحق سرحدي له قوله لیکلي چې ویلي يې دي، د تورخم دروازې تړل کېدل د خواشینۍ او د اندېښنې وړ مسله ځکه ده چې له دغې دروازې د دواړو هېوادونو ډېر سوداګریز توکي یو بل ته لېږدول کېږي او تړل یې د دواړو لوریو د سوداګرو په زیان دی.

مېل انلاین وړاندې لیکي، دواړو لوریو ته د درول شویو موټرو شمېر له ۶ زرو زیات شوی او په تصویرونو کې ښکاري چې د لاریو موټر چلونکي دې ته سخت منتظر دي چې کله به دغه لاره بېرته خلاصه شي.

د پاکستان او د طالبانو د حکومتونو چاروکو ویلي، د موټرو پر مخ د تورخم دروازې پرانيستل د دواړو هېوادونو د بحث یوه مهمه موضوع ده.

انډیپنډنټ ورځپاڼه:

انډیپنډنټ ورځپاڼې د یوه امریکایي قاضي هغې پرېکړې ته پام اړولی چې د افغانستان د مرکزي بانک له کنګل شوې شتمنۍ څخه یې د امریکا د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د یولسمې د برید قربانیانو ته د پیسو ورکول رد کړي دي.

د دغه تروریستي برید د قربانیانو وکیلانو دعوا کړې چې د افغانستان بانک کنګل شوي درې نیم ملیارډ ډالره دې د دغې پیښې قربانیانو ته ورکړل شي.

خو قاضي جورج ډانیلز ویلي، د امریکا اساسي قانون د دغه حکم مخه نیسي ځکه که دی د دغه برید قربانیانو ته د دغو پیسو د ورکړې حکم وکړي، په حقیقت کې یې په افغانستان کې د طالبانو سرپرست حکومت د دې هېواد د واقعي حکومت په توګه په رسمیت پېژندلی دی.

د هغه په وینا د افغانستان پخوانی حکومت او د دې هېواد خلک باید د طالبانو پخاطر چې د سپټمبر د یولسمې د پېښې پړه پرې اچول شوې، تاوان ورنه‌کړي.

قاضي زیاته کړې د افغانستان بانک شتمني په طالبانو پورې نه‌ده تړلې او د امریکا د فدرالي قانون له‌مخې دی صلاحیت نه‌لري چې د افغانستان د مرکزي بانک د شتمنۍ په اړه چې، د یوه بهرني هېواد په مالي سیسټم پورې تړلې حکم صادر کړي او په دې توګه د افغانستان د مرکزي بانک شتمني له قانوني احکامو مصؤنه ده.

د انډیپنډنټ په لیکنه د امریکا د محکمې قاضي ویلي، افغانستان د یوه ترورستي هېواد یا د تروریزم د ملاتړي هېواد په توګه نه‌دی نومول شوی نو په دې خاطر دغو پیسو ته لاس‌رسی اساس نه‌لري.

واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د افغانستان بانک اووه ملیارد ډالره شتمني په امریکا کې کنګل شوې چې درې نیم ملیارډ ډالره یې د ولسمشر جوبایډن د فرمان له‌مخې په سویس کې یوې مالي مؤسسې ته لېږدول شوې ترڅو د طالبانو له صلاحیته لیرې په افغانستان کې په مصرف ورسیږي.

د افغانستان نور دوه ملیارډ ډالره د اروپایي هېوادونو په مالي مؤسسو کې بند دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG