د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۲

اوټلوک: د طالبانو تر ولکې لاندې سیمو کې د ترهګرو تګ راتګ د ترهګرۍ خطر زیات کړی


ارشیف: د تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي وسله وال غړي
ارشیف: د تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي وسله وال غړي

اوټلوک:

د هند اوټلوک مجلې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو د تحلیل او څار کمېټې پر تازه راپور لیکنه خپره کړې چې وايي، طالبان له القاعده شبکې سره قوي اړیکې لري.

دغې کمېټې په خپل راپور کې چې د جون پر پنځمه د امنیت شورا پر ویبپاڼه خپور شو ویلي، د تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي او القاعده سره د افغانستان د طالبانو اړیکې هغسې پیاوړې پاتې دي.

اوټلوک د امنیت شورا د بندیزونو د تحلیل او څار کمېټې د راپور په حواله لیکي، چې د طالبانو تر ولکې لاندې سیمو کې د ترهګرو ازادانه تګ راتګ په سیمه کې د ترهګرۍ خطر زیات کړی دی.

د طالبانو حکومت پرون یکشنبه د ملګرو ملتونو دغه راپور یوجانبه او غیرمتوازن وباله. د طالبانو ویاند ذبیح اله مجاهد په هغه اعلامیه کې چې رسنیو ته لېږل شوې ویلي، د امنیت شورا د بندیزونو دوام او دا ډول راپورونه له تعصب ډک دي، چې د استقلال او د نه لاسوهنې له اصولو سره په ټکر کې دي.

طالبانو ویاند ویلي، د دوی حکومت ډاډ ورکوي، چې له افغانستانه به ګاونډیو هېوادونو، سیمې او نړۍ ته هېڅ خطر نه وي او د طالبانو حکومت چا ته اجازه نه ورکوي، چې د افغانستان له خاورې د نورو پر خلاف کار واخیستل شي. د طالبانو ویاند د دوی د مشرانو ترمنځ د اختلافاتو موجودیت هم رد کړی دی.

د اوټلوک مجلې په لیکنه، د تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي چې په پاکستان کې یو ممنوعه سازمان دی، د پاکستان د دولت په وړاندې خونړي بریدونه کړي دي.

د مقالې لیکوال په جنورۍ میاشت کې د پېښور پر یوه جومات حملې ته اشاره کړې او د پاکستاني طالبانو کار یې بللی، چې په نتیجه کې یې لږ تر لږه ۱۰۰ کسان ووژل شول او شاوخوا ۲۰۰ نور ټپیان شول، چې ډېری یې پولیس وو.

مېل انلاین:

د بریتانیا انټرنېټي خپرونې مېل انلاین پرون په پاکستان کې ډیورنډ کرښې ته څېرمه د حملو پر زیاتېدو لیکنه خپره کړې ده.

د لیکنې په پیل کې د اسوشېټېډپرېس اژانس په حواله راغلي، چې د پاکستان پوځ پرون یکشنبه ویلي، تازه حمله په خیبرپښتونخوا کې پر یوه امنیتي پوسته شوې چې درې سرتېري او درې افراطي وسله‌وال یې په نتیجه کې ووژل شول.

د خپرونې په وینا، د پاکستان پوځ په یوه اعلامیه کې ویلي، په دې حمله کې چې شنبه ناوخته د شمالي وزیرستان په مرکز میرانشاه کې شوې، څلور وسله‌وال ټپیان شوي هم دي.

مېل انلاین زیاتوي، د پاکستان پوځ تر دې حملې وروسته په دې حمله کې د دخیلو کسانو د موندنې لپاره د پلټنې عملیات پیل کړي دي.

په لیکنه کې راغلي، تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي لا هم د افغان طالبانو چې د ۲۰۲۱م کال د اګست میاشتې په نیمايي کې پر افغانستان بیا ولکه ټینګه کړه، یوه متحده ډله ګڼل کېږي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د بندیزونو د څار او څېړنې کمېټې نوی راپور وايي، طالبان له القاعده او د تحریک طالبان پاکستان یا TTP سره پیاوړې اړیکې لري.

د پاکستان د سولې د مطالعاتو انسټېټوټ وايي، په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ له راتګ وروسته په پاکستان کې ترهګریز بریدونه زیات شوي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG