د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۵

د هېل: د افغانستان دوه جګړې، ترورېزم او کرونا ویروس


بهرنۍ ورځپاڼې
بهرنۍ ورځپاڼې
  • نیویارک ټایمز

نیویارک ټایمز ورځپاڼه لیکي، امریکایي چارواکو د جمعې په ورځ هڅه وکړه چې د افغانستان د سولې بهیر له ګډوډېدو وژغوري، نو په افغانستان کې یې د وروستیو خونړیو بریدونو مسؤل داعش وباله. په دغو حملو کې په لسګونه کسان ووژل شول چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ‌یې کړکېچ زیات کړ.

د افغانستان سولې لپاره د متحده ایالاتو ځانګړی استازی دا مني چې ستونزې او مشکلات شته، خو ده طالبان او افغان چارواکي وهڅول چې له شخړو لاس واخلي کنه تشدد هغه هڅې تهدیدوي چې د سولې تړون ته لار هواروي او امریکایي ځواکونو ته زمینه برابروي چې له څه باندې ۱۸ کلونو وروسته له افغانستانه ووځي.

ورځپاڼې بیا د خلیل‌زاد دا خبره رااخیستې ده چې وایي، سیاسي حل لاره او د افغانانو ترمنځ د سولې تړون د اوس لپاره یوازنی حقیقي انتخاب دی.

خلیل‌زاد د داعش په کابل کې د سې شنبې د ورځې د برید په ګډون چې پر روغتون وشو په وروستیو شخړو کې په لاس لرلو تورن کړ او ویې‌ویل چې داعش په افغانستان کې سوله نه‌غواړي او په ورته وخت کې افغان حکومت او طالبان وهڅول چې د داعش په دې دام کې ګیر نه‌شي چې سوله ګډوډوي.

په کابل کې پر روغتون او په ننګرهار کې پر جنازې د سې شنبې د ورځې تر بریدونو وروسته ولسمشر اشرف غني افغان ځواکونه له دفاعي حالت څخه تهاجمي ته راوستل او طالبانو وویل چې دا حملې دوی نه‌دې کړي. طالبانو د "کابل حکومت" ملامته کړی چې په درواغو د وروستیو بریدونو په بهانه د سولې له بهیره په شا کېږي.

خلیل‌زاد وایي، طالبانو خپلې ټولې حملې نه‌دي درولي، دې ډلې د پنجشنبې په ورځ په ګردېز کې د موټر بم حمله وکړه چې یوه پوځي مرکز ته څېرمه‌یې پنځه تنه ووژل.

خلیل‌زاد زیاته کړه چې طالبانو د سولې د تړون له کلماتو څخه سرغړونه نه‌ده کړې، خو د تړون له روح څخه‌یې سرغړونه کړې ده.

نیویارک ټایمز د خپرې کړې مقالې په وروستیو کې د انټرپرایز په نوم د سیاسي چارو په انسټټیوټ کې د څېړونکي مایکل روبین دا خبره رااخیستې ده چې شخړو په افغانستان کې د سولې تړون تر پوښتنې لاندې راوستی دی.

  • د هېل

د هېل ورځپاڼه هم د کابل او ننګرهار د سې شنبې د ورځې بریدونه یادوي او لیکي چې دغو "وحشي بریدونو" دا لاپسې روښانه کړه چې نور نو بس دی.

دې ورځپاڼې دا خبره تر دې سرلیک لاندې په یوه مقاله کې خپره کړې ده "د افغانستان دوه جګړې، ترورېزم او کرونا ویروس"

په دې لیکنه کې راغلي دي، دا واضح ده چې کرونا ویروس سیاسي حل لارې ته صبر نه‌کوي، خو په داسې شرایطو کې چې افغانستان د 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ له امله اوربند ته سخت ضرورت لري، طالبانو اوربند رد کړی دی.

ورځپاڼه بیا د کرونا ویروس اقتصادي اغېزو ته اشاره کوي او لیکي، فقر په خپله خلک ترهګر کوي نه، خو 'کووېډ-۱۹' داسې چاپېریال چمتو کوي چې خلک د خپلو کورنیو د خوراک لپاره په طبیعي ډول مجبوره کېږي چې د وسله‌والو په لیکو کې جذب شي.

د هېل لیکي، پياوړې ترورېستي ډلې هم د افغانستان او هم د نړۍ امنیت ته ستونزې پيدا کولای شي.

XS
SM
MD
LG