د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۱

ډیپلومات: 'هندیان او د منځنۍ اسیا خلک د اسلامي دولت ډلې نوې څېره'


بهرنې ورځپاڼې
بهرنې ورځپاڼې
  • بلومبرګ

بلومبرګ خپرونې د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر د پرېکړې په اړه لیکنه خپره کړې ده چې تر ټاکلي مهالوېش مخکې خپل ځواکونه له افغانستانه باسي.

ډونالد ټرمپ پرون په ټویټر کې ولیکل، "تر کرسمس پورې باید په افغانستان کې زموږ پاتې لږ شمېر زړور نارینه او ښځینه سرتېرې په کور شي."

تر کرسمس پورې تقریباً دوه‌نیمې میاشتې پاتې دي. د بلومبرګ په باور د ولسمشر ټرمپ دې اعلان طالبان حیرانه کړل، ځکه چې د فبرورۍ د ۲۹مې نېټې د سولې تړون له مخې امریکایي ځواکونه باید د ۲۰۲۱ کال د مې تر میاشتې له افغانستانه ووځي.

خپرونې په دې اړه د طالبانو نظر هم رااخیستی دی چې د دې پرېکړې هرکلی یې کړی دی او ویلي یې دي چې د شوې موافقې د پلي کېدو لپاره دا ډېر مثبت ګام دی.

بلومبرګ لیکي، د ټرمپ دا اعلان په داسې وخت کې شوی دی چې طالبان له افغان حکومت سره د لومړي ځل لپاره مخامخ په قطر کې خبرې کوي څو د نږدې دوو لسیزو جګړه د خبرو له لارې پای ته ورسېږي.

په دې جګړه کې په لسګونه زره کسان وژل شوي او له ۲۰۰۱ کال راهیسې چې امریکا افغانستان ته پوځیان لېږلي تقریباً یو تریلیون ډالر یې لګولي دي.

په افغانستان کې د طالبانو سربېره بله مطرح وسله‌واله ډله داعش ده.

  • ډيپلومات

"هندیان او د منځنۍ اسیا خلک د اسلامي دولت ډلې نوې څېره" تر دې سرلیک لاندې ډیپلومات خپرونې یوه مقاله خپره کړې ده او په پيل کې یې تر عنوان لاندې په غټو ټکو لیکلي دي چې د هند، تاجکستان، ازبکستان او قرغزستان ترهګر کله هم د نړیوالو جهادیانو د سر په کتار کې نه‌راتلل، خو اوس راځي.

خپرونه وړاندې لیکي، دا ګواښ وروسته تر دې څرګند شو چې د خراسان ولایت اسلامي دولت ډلې د جلال‌اباد پر زندان د اګسټ په میاشت کې برید وکړ. د ډیپلومات په باور په دې برید کې د پاملرنې وړ ټکی دا و چې د افغانانو ترڅنګ هندیانو، تاجکانو او پاکستانیانو په‌کې برخه لرله.

خپرونه بیا لیکي، جهادي نظریه په منځنۍ اسیا او هند کې نوې نه‌ده. په ۹۰مه میلادي لسیزه کې د تاجکستان د کورنۍ جګړې پر مهال جهادیانو په جګړه کې برخه لرله، دوی د افغانستان له شمال څخه په تاجکستان کې د جګړې د پر مخ بیولو لپاره استفاده کوله.

ډیپلومات لیکي، القاعده شبکه چې د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د ۱۱مې نېټې تر بریدونو وروسته له افغانستانه پسې واخیستل شوه، فرغانې ته‌یې مخه کړه. دا سیمه د ازبکستان، تاجکستان او قرغزستان ترمنځ ده او د هغو خلکو ځای دی چې د خپلو هېوادونو له پلازمېنو سره‌یې جګړې کړې دي.

د خپرونې په باور د هند جهادي تاریخ تر دې زوړ دی. دا هېواد د دیوبندي تحریک مرکز دی چې د نورو ترڅنګ د طالبانو لپاره یوه منبع ده او د کشمیر شخړه په نړۍ کې تر ټولو اوږده جهادي ناحل شوې شخړه ده.

XS
SM
MD
LG