د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۲

رسنۍ: افغان طالبانو د پاکستان حکومت او ټي‌ټي‌پي ترمنځ د خبرو د بیا پیلولو هڅې پیل کړي


ارشیف: د تحریک طالبان پاکستان یا ټي‌ټي‌پي وسله وال غړي
ارشیف: د تحریک طالبان پاکستان یا ټي‌ټي‌پي وسله وال غړي

د پاکستان اکسپرس ټریبیون ورځپاڼې د ځینو سرچینو په حواله د پاکستان د حکومت او تحریک طالبان پاکستان یا 'ټي‌ټي‌پي' ترمنځ د خبرو د بیا پیلولو د امکان لپاره د طالبانو د حکومت د هڅو خبر ورکړی دی.

دې ورځپاڼې د یکشنبې په ورځ یو راپور خپور کړی او ویلي یې دي، سرچینې ادعا کوي چې په دې وروستیو کې د طالبانو د حکومت د قبایلي مشرانو یوه پلاوي په همدې موخه د تحریک طالبان پاکستان له مشر نورعلي محسود سره کتلي او خبرې یې ورسره کړې دي.

وړاندې راغلي چې د طالبانو حکومت او پاکستاني چارواکو په رسمي ډول دا موضوع نه‌ده تایید کړې.

خو د پاکستان اکسپرس ټریبیون ورځپاڼې د یوه لوړپوړي پاکستاني چارواکي په حواله چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، لیکلي چې د دوی د حکومت په پالیسي کې کوم بدلون نه‌دی راغلی او دوی نور له پاکستاني طالبانو سره د خبرو په لټه کې نه‌دي.

په دغه راپور کې د یوه بل پاکستاني چارواکي له قوله ویل شوي، چې دوی د دغې ناستې له ترسره کېدو څخه په بشپړه توګه بې خبره دي.

په دغه راپور کې راغلي چې له پاکستاني طالبانو سره د خبرو اترو د بیا پیلولو لپاره د پاکستان د حکومت یو اساسي شرط د دغې ډلې بشپړ تسلیمېدل دي.

د پاکستان د حکومت او تحریک طالبان پاکستان تر منځ پيل شوې خبرې د تېر کال په نومبر میاشت کې وځنډول شوې.

د ازادي راډیو خبریال په دې اړه د طالبانو د حکومت د وياند ذبيح‌الله مجاهد نظر وپوښت، چې هغه په ليکلي پيغام کې وويل چې په دې اړه به معلومات وکړي، خو د راپور تر خپرېدو یې ځواب ورنه‌کړ.

په همدې حال کې د سیاسي چارو پوه احمد سعیدي وايي، د تحریک طالبان پاکستان ځینې غړي د پاکستان له حکومت سره د خبرو مخالف او ځینې یې طرفدار دي.

د سیاسي چارو پوه احمد سعیدي
د سیاسي چارو پوه احمد سعیدي

نوموړی وايي: "د پاکستاني طالبانو او د پاکستان د حکومت تر منځ خبرې اترې پيل شوې، خو د پاکستاني طالبانو په منځ کې دوه ډلې دي، يوه ډله د سولې او خبرو اترو پلوي کوي او بله ډله يې مخالفه ده."

د سیاسي چارو یو بل پوه علیمداد علیم بيا وايي، چې د طالبانو حکومت نه‌شي کولای پر پاکستاني طالبانو فشار راوړي او د دغو خبرو اترو هڅې مثبته پایلو نه‌شي لرلى.

عليم وايي: "طالبان په دې برخه کې هېڅ رول نه‌شي لوبولی، ځکه هم د پاکستان له حکومت سره ژمنې لري او هم له ټي‌ټي‌پي سره عقیدوي یووالي لري. په ډېر نرم ‌ډول په دې هڅه کې دي چې ګټور تمام شي او حد اقل خپل مسوولیت دواړو خواو ته ادا کړي، خو فکر کوم چې په اخرکې نتیجې ته نه رسېږي."

پاکستان ادعا کوي چې د تحریک طالبان پاکستان غړي په افغانستان کې خوندي پټنځایونه لري او د طالبانو حکومت د دوی پر ضد له زور نه کار اخلي، خو د طالبانو حکومت تل دا خبره رد کړې او د پاکستان د حکومت او ټي‌ټي‌پي تر منځ د خبرو ملاتړ کوي.

تر دې مخکې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثناالله ویلي و چې، د طالبانو حکومت دوی ته ویلي و چې پاکستاني طالبان به د ډیورنډ کرښې له هغې غاړې سیمو څخه وایستل شي او د افغانستان نورو سیمو ته به انتقال شي.

شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد ازادي راډيو ته وویل، چې د پاکستان د حکومت د اندېښنو د کمولو او د پاکستان د ادعاوو د مخنیوي په خاطر به ډیورنډ کرښې ته څېرمه یو شمېر پاکستاني کډوال د افغانستان نورو سیمو ته ولېږدول شي.

خو مجاهد دا ونه ویل چې دغه کډوال به کومو ولایتونو ته لېږدول کېږي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG